کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پروازونو پيل، بانکي همکاریو، د ترانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو په اړه خبرې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره د ارګ به ګلخانې مانۍ کې وکتل.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن سهار کابل ته را ورسېد.
خبرپاڼه کې راغلي، د دې لیدنې پر مهال د دواړو لورو ترمنځ په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، افغانستان له قزاقستان سره ګډ مشترکات لري چې د تاریخ په اوږدو کې یې د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو خورا مثبت اغېز درلودلی او د پانګونې فرصتونه یې زیات کړي.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت له حاکمیت راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د زیاتېدو او پیاوړتیا په حال کې دي.
ده ویلي، افغانستان له قزاقستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو مناسباتو د پياوړتیا لپاره قوي هوډ لري او په همدې موخه یې په دې وروستیو کې د کابل او استانې ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسېدو په موخه د لارنقشې مسوده لاسلیک کړې ده.
د برادر په خبره، د دې لارنقشې په پلې کولو سره به په بېلابېلو اقتصادي برخو سوداګرۍ، کرنې، د کانونو استخراج، ترانسپورټ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ او صنعت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته او په اړوندو برخو کې به پانګونه زیاته شي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت چمتو دی چې له قزاقستان سره د افغانستان په کانونو کې د پانګونې موجود فرصتونه شریک او د کرنیزو توکو د حفظ، قرنطین او مالدارۍ برخو کې هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو د پراختیا او د افغانستان د نفتو ساحو په توسعه او اکتشاف کې پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.
ملا برادر ویلي، اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ له لارې د هېواد د وارداتو او صادراتو کچې د زیاتوالي په موخه د عملیاتي شرکت په تأسیس کار پیل کړی چې په لنډ وخت کې به قزاقستان ته ورمعرفي شي.
د هغه په خبره، په دې سره به د سیمې هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریزې چارې نورې هم ګړندۍ شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړې، افغانستان د سیمې هېوادونو سره په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې همکارۍ ته ژمن دی، په دې اړه اسلامي امارت د څلورو هېوادونو د واحد مرکز اړوند موافقتنامې مسوده چې افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان به يې برخوال وي، ترتیب او له قزاقستاني لوري سره یې شریکه کړې ده.
ملا برادر د کابل او استانې ترمنځ د پروازونو پر پيل، افغان سوداګرو ته د قزاقستان د ویزو ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو او د سيمې هېوادونو سره په ګډه جوړېدونکې اقتصادي مجمع کې د افغانستان پر فعالې برخې اخيستو ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې په حواله، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال هم ویلي، قزاقستان د پرمختللي او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي او ویني چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کېږي.
هغه زیاته کړې، همدې پرمختګونو ته په کتو د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
نوموړي ویلي، قزاقستان د تورغونډۍ – هرات – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د تورغونډۍ – هرات فاز د عملي چارو د پيل لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې او همدا راز په هرات کې د دغه پروژې د چارو پرمخ بیولو لپاره د لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت جوړولو ته چمتو دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې، هېواد یې د یادې پروژې ترڅنګ د انټرنېټ لین غځولو پروژې ته هم چمتووالی لري چې له مخې به یې په ارزانه بیه افغانستان ته انټرنېټ ورکړي.
هغه ویلي، قزاقستاني پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د کانونو، نفت او ګازو کې پانګونې ته چمتو دي او په دې برخه کې یې تخنیکي ټیمونه کابل ته راغلي.
اقتصادي معاونیت لیکلي، د دې لیدنې پر مهال قزاقستاني لوري افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پروازونو پيل، بانکي همکاریو، د ترانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو او همدا راز د روغتیا او تعلیم برخو کې ګډو همکاریو ته چمتووالی وښود.
خبرپاڼه کې راغلي، ملا برادر د اوسپنې پټلۍ په یاده پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې او لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت له جوړولو او همدا راز په مختلفو برخو کې د قزاقستاني پانګوالو د پانګونې لپاره د چمتووالي هرکلی وکړ او هغوی ته یې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP