ژبه

برادر: ا.ا مکلف دی په هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وایي چې اسلامي امارت ځان مکلف بولي څو د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو لپاره د ساختماني پروژو برخه کې د پانګونې زمینه او آسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ (سه‌شنبه) په بلخ کې د «لاجورد» د استوګنې کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښوده.

نوموړي په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې ویلي چې اسلامي امارت د هېواد اقتصادي خپلواکۍ، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جلبولو او د زیربنایي پروژو پلې کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د «لاجورد» کمپلېکس د همدې لړۍ یو ښه مثال دی.

د هغه په خبره، لکه څنګه چې د قوش‌تیپې کانال، صنعتي فابریکو، سړکونو، برېښنا تولید او نورو لویو پروژو عملي چارې روانې دي، په همدې توګه د ښاري پراختیا برخه کې د ماسټرپلانونو بشپړول او پلي کول هم دوام لري.

برادر د دولت او خصوصي سکټور ګډه همکاري د اقتصادي ثبات او بیارغونې لپاره مهمه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت له دغه بهیره بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي له ټولو پانګه‌والو غوښتي چې د نورو برخو ترڅنګ په ساختماني سکټور کې هم پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړې چې بلخ ته د سفر پر مهال به له تجارتي بندرونو هم لیدنه وکړي څو خدمات یې ۲۴ ساعته شي او ټولې ادارې پرته له ځنډه د صادراتو او وارداتو خدمات وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سفر کې له هغه سره د بېلابېلو سکټوري ادارو مسوولین هم ملګري وو، څو د اقتصادي بهیر، پراختیایي فعالیتونو او د بلخ د بندري چارو ستونزې، اړتیاوې او ننګونې له نږدې وڅېړي او د حل لارې ورته پیدا کړي.

د یادونې ده، په یاد کملېکس کې د خصوصي سکټور له لوري ۱۵۰ میلیون ډالر پانګونه کېږي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱۴۴۸ عصري او معیاري اپارتمانونه جوړ شي او نږدې ۷ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

دغه کمپلېکس پر شاوخوا ۲۱ جریب ځمکه جوړېږي او د سوداګریزو او روغتیايي برخو ترڅنګ به ټولې اړینې اسانتیاوې لکه ښوونځی، شنه ساحه، جومات، تفریحي او ورزشي ځایونه هم ولري.