کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې له نړۍوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي.
افغانستان د اروپايي ټولنې استازولۍ نن (سهشنبه) پر خپله اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي چې په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې له نړۍوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي. د دغو مرستو کچه مخکې ۲۵۰ زره یورو وه او اوس ۵۰۰ زره یورو ته لوړېږي.
خو دې ادارې د یادې مرستې د تطبیق د مودې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ زیاته کړې، لسګونه زره کسان چې له پاکستانه وتلو ته اړ شوي، افغانستان له راستنېدو وروسته له بېوزلۍ او ناڅرګنده برخلیک سره مخ دي.
یادې ټولنې زیاته کړې چې سرپناه، روغتیایي پاملرنه، خواړه او پاکې اوبه د دغو خلکو له بېړنیو اړتیاوو دي.
د یادونې ده چې هره ورځ زیات شمېر افغان کورنۍ په زور له پاکستانه را ایستل کېږي او خپل هېواد ته راځي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د بېړنۍ مرستې او د افغانانو د خوندي او باعزته راستنېدو د شرایط تر برابرېدو د هغوی د جبري ایستلو د مخینوي غوښتنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP