منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

سره صلیب

۲۱ راپورونه

راپورونه

غړي

متقي له سره صلیبه په بهر کې د افغان زندانیانو برخلیک معلومولو لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له عمومي رییس سره د لیدنې پر مهال غوښتنه کړې چې دغه کمېټه دې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک معلومولو برخه کې همکاري وکړي.

غړي

حنفي: د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې دې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړۍوال فدراسیون د آسیا پاسیفیک حوزې له رییس سره په لیدنه کې غوښتي چې له افغان ولس او اجباري راستانه شوو کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

کابل کې د سره صلیب روغتون مشر:  افغانستان کې هر کال له ۱۶ تر ۱۸ زره نوي معلولین ثبتیږي

د معلولینو نړۍوالې ورځې (د ډسمبر ۳مه) سره همهاله په کابل کې د سره صلیب روغتون رییس وایي چې په افغانستان کې هر کال د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په اوو مرکزونو کې له ۱۶ تر ۱۸ زره پورې نوي معلولین ثبتیږي.

غړي

مولوي عبدالکبیر: سره صلیب او سرې میاشتې د میلیونونو خلکو ژوند ژغورلی او فعالیت ته یې لا هم اړتیا ده

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال  په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې هڅې ستايي او وايي چې د افغانستان او فلسطین په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د سرې میاشتې او سره صلیب فعالیتونو ته په میلونونو خلک اړتیا لري.

غړي

مولوي عبدالکبیر په ولایتونو کې له روغتونونو سره د سره صلیب مرستو د بېرته پیلېدو غوښتنه وکړه

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون د اسیا پسیفیک څانګې له مسوول سره په لیدنه کې په یو شمېر ولایتونو کې له روغتونونو سره د دغو ادارو د مرستو د بېرته پیل غوښتنه کړې ده.

غړي

متقي: د سره ‌صلیب نړۍوال فدارسیون دې د داخلي روغتونونو تجهیز ته ځانګړې پاملرنه وکړي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سره صلیب نړۍوال فدارسیون د اسیاپسفیک برخې له مشر سره په لیدنه کې غوښتي څو د لا ښو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د داخلي روغتونونو تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

غړي

سور صلیب: افغانستان کې هره میاشت لس زره معلولینو ته خدمات وړاندې کوو

د ریاست‌الوزراء د سیاسي معینیت دفتر وایي چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د برنامو رییسې له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، له هغو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي چې سړي یې په جنګونو کې وژل شوي وي.

غړي

د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون د افغانستان لپاره خپله کلنۍ بودجه کې زیاتوالی راوستی

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړۍوال فدراسیون (IFRC) وايي، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره يې افغانستان ته خپله کلنۍ بودجه د تېرو کلونو په پرتله زیاته کړې ده. دغه څرګندونې د یاد…

غړي

ای‌سي‌ار‌سي: پر ښځینه کارکوونکو د بندیز پرېکړه به د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي

د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایي، په افغانستان کې لس زره روغتیایي کارکوونکو ته معاشونو ورکولو ترڅنګ، ۲۴ میلیون افغانانو ته خدمات وړاندې کوي او د ښځینه کارکوونکو په اړه د سرپرست حکومت وروستۍ پرېکړه به د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

غړي

سره صلیب د نیمروز له اوبو رسولو ادارې سره د زرګونه لیتره ډیزلو مرسته کړې

د نیمروز ولایت د اوبو رسونې ادارې مسوولین وایي، د سره صلیب نړۍوالې ادارې د زرنج ښار په قلعه فتح سیمه کې د ژورو څاه‌ګانو د جنراتورونو فعالولو په موخه، له دغې ادارې سره د څه باندې ۲۴زره لیتره ډیزلو مرسته کړې ده.

غړي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر افغانستان ته راغلی

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پیټر موریر چې افغانستان ته په خپل یوه درې ورځني سفر راغلی وايي، د افغانانو په غوښتنو ځان پوهوي. هغه دغه څرګندونې تېره شپه پر خپله ټوېټرپاڼې په یوه…