ژبه

متقي: د سره ‌صلیب نړۍوال فدارسیون دې د داخلي روغتونونو تجهیز ته ځانګړې پاملرنه وکړي

کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سره صلیب نړۍوال فدارسیون د اسیاپسفیک برخې له مشر سره په لیدنه کې غوښتي څو د لا ښو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د داخلي روغتونونو تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د سره صليب د نړۍوال فدراسيون د اسياپسفيک برخې له مشر الکساندر متيو او مل پلاوي سره وکتل.

سرچینې لیکلي، متقي په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د نړۍوالې سرې میاشتې خدمات، همکارۍ او فعاليتونه وستایل او د سره صليب د نړۍوال فدراسيون هیات ته یې د هېواد اړمنې سیمې او برخې په ګوته کړې چې د همکارۍ ژوره اړتیا په کې لیدل کېږي.

متقي له هغه غوښتي چې د افغان ولس هر اړخیز لاسنیوي چارې ګړندۍ او د روغتیا په برخه کې د لا ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د داخلي روغتونونو تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د سره صلیب نړۍوال فدارسیون دغه استازي هم ویلي چې په تېر يوه کال کې یې له افغانانو سره د مرستو برخه کې ۲۸ ميليون سويسي فرانک د پنځو میليون اړمنو وګړو د روغتیا، اوبو رسولو او طبيعې پېښو ته د رسېدو په برخو کې لګولي دي.