منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

روغتونونو

۱۶ راپورونه

راپورونه

غړي

مولوي عبدالکبیر په ولایتونو کې له روغتونونو سره د سره صلیب مرستو د بېرته پیلېدو غوښتنه وکړه

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون د اسیا پسیفیک څانګې له مسوول سره په لیدنه کې په یو شمېر ولایتونو کې له روغتونونو سره د دغو ادارو د مرستو د بېرته پیل غوښتنه کړې ده.

غړي

متقي: د سره ‌صلیب نړۍوال فدارسیون دې د داخلي روغتونونو تجهیز ته ځانګړې پاملرنه وکړي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سره صلیب نړۍوال فدارسیون د اسیاپسفیک برخې له مشر سره په لیدنه کې غوښتي څو د لا ښو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د داخلي روغتونونو تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

غړي

د هلمند د درېیو ولسوالیو په روغتونونو کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص ماشینونه فعال شول

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېره یوه اونۍ کې یې د دغه ولایت د ګرمسیر، ګرشک او موسی‌کلا ولسوالیو په روغتونو کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص «جن اېکسپرټ» درې پایې ماشینونه فعال کړي دي .

غړي

ډبلیواېچ‌او: افغانستان کې د روغتونونو د ملاتړ او درملو چمتو کولو لپاره ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وايي چې په افغانستان کې ۱۳ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي او په دغه هېواد کې د ماشومانو او میندو مړینې مخنیوي برخه کې د درملو چمتو کولو او له روغتونونو د ملاتړ لپاره ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.