Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې له یو شمېر روغتونونو سره د روغتیايي تجهیزاتو او وسایطو مرسته وشوه

غزني (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني د مرکز او یو شمېر ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو سره د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیايي تجهیزاتو او یو شمېر وسایطو مرسته وشوه.

د غزني د عامې روغتیا ريیس ډاکټر محمدځیرک ځیرک وویل، یاده مرسته د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه د یونیسف او روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) په مالي ملاتړ او د «جک» موسسې په همکارۍ ترسره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د دې مرستې په لړ کې ۷ امبولانسونه، ۳۳ موټرسایکلونه، د الټرساونډ ۶ ماشینونه، د اکسیجن د تولید یو ماشین او نور طبي تجهیزات د غزني ولایتي روغتون، د روږدو لپاره ۵۰ بستریز روغتون او د اندړو، خوږیاڼو، اجرستان او قره‌باغ ولسوالیو روغتونونو ته ورکړل شول.»

هغه زیاته کړه، له دې مرستې سره به د غزني ښار او لرو پرتو ولسوالیو د خلکو لپاره روغتیايي خدمتونه ښه شي او د ناروغانو د انتقال او تشخیص برخه کې به جدي ستونزې له منځه ولاړې شي.

د جک موسسې ولایتي مسوولې ډاکټر یاسمین نېکفر وویل، دا مرسته به د بېړنیو ناروغانو د ژغورنې او درملنې برخه کې مهمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغې زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې دغه ډول مرستې نورو سیمو ته هم پراخې کړو.»

د اجرستان ولسوالۍ روغتیايي مسوول ډاکټر همزه وویل، مخکې یې روغتیايي مرکزونه د وسایلو او وسایطو له جدي کمښت سره مخ وو.

د اجرستان یوه اوسېدونکي اکرام پژواک ته وویل، د وسایلو نشتوالي له امله به یې د ناروغانو تشخیص نه کېده او امبولانس هم نه و.

هغه غوښتنه وکړه چې دغه مرسته بسنه نه کوي، باید نورې مرستې هم وشي.

د یادونې ده، دا مهال په غزني ولایت کې ۱۸۰ دولتي روغتیايي مرکزونه فعال دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.