ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر په ولایتونو کې له روغتونونو سره د سره صلیب مرستو د بېرته پیلېدو غوښتنه وکړه

مولوي عبدالکبیر په ولایتونو کې له روغتونونو سره د سره صلیب مرستو د بېرته پیلېدو غوښتنه وکړه

author avatar
25 Apr 2024 - 11:14
مولوي عبدالکبیر په ولایتونو کې له روغتونونو سره د سره صلیب مرستو د بېرته پیلېدو غوښتنه وکړه
author avatar
25 Apr 2024 - 11:14

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون د اسیا پسیفیک څانګې له مسوول سره په لیدنه کې په یو شمېر ولایتونو کې له روغتونونو سره د دغو ادارو د مرستو د بېرته پیل غوښتنه کړې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير تېره ورځ د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون د اسیا پسیفیک څانګې له مسوول الکساندر میتیو او مل پلاوي سره ولیدل.

خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې میتیو له افغانستان سره په بشري او روغتیايي برخو کې د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون د مرستو پر دوام د ټینګار ترڅنګ وویل، هڅه کوي روان زېږدیز کال له افغانانو سره د خپلو مرستو کچه لوړه او اوږدمهاله همکاریو ته لار هواره کړي.

دی وايي، سره صلیب د مرستو رسولو سربېره له اړوندو افغان ادارو سره غوره اړیکې لري او په وينا یې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویمه لړۍ په افغانستان کې پر بشري حالت منفي اغېز کوي چې  په دې اړه یې خپلې اندېښنې او د دغه بهیر درېدو غوښتنه له پاکستاني چارواکو سره هم شریکه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت ملاتړ کولای شي افغانستان ته د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو د لا ډېرو مرستو د جذب سبب شي.

د خبرپاڼې په حواله، په یاده لیدنه کې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتګ سره د بشري او روغتیايي فعالیتونو لپاره ښه بستر رامنځته شوی دی.

هغه په یو شمېر ولایتونو کې د سره صلیب له خوا له روغتونونو سره د مرستو د بیا پیل غوښتنه وکړه او ویې ویل، اسلامي امارت د بشري مرستو رسولو لپاره له مرستندویه بنسټونو سره همکار دی.

مولوي عبدالکبير زیاتوي، اسلامي امارت له افغاني سرې میاشتې او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له ګټورو او خیریه  فعالیتونو ملاتړ کوي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.