ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۳۸ ماشومان د درملنې لپاره روغتونونو ته ور وپېژندل شول

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۳۸ ماشومان د درملنې لپاره روغتونونو ته ور وپېژندل شول

author avatar
17 May 2023 - 11:30
د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۳۸ ماشومان د درملنې لپاره روغتونونو ته ور وپېژندل شول
author avatar
17 May 2023 - 11:30

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۳۸ ماشومان یې په کابل کې د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

افغاني سرې میاشتې تېره ورځ په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې دغه کسان یې تېره ورځ د درملنې او عملياتو په موخه درېیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

د سرچینې په وینا، یادې ټولنې په تېرو شاوخوا نهو میاشتو کې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۰۹۱ ماشومان یې د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

سرې میاشتې به مخکې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان یا هغه ماشومان چې هډوکي یې مات وو او سخت سوځېدلي وو، د المان «د سولې کلي» موسسې ته ورپېژندل، څو د درملنې په موخه یې دغه هېواد ته ولېږدوي.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.