منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

درملنې

۵۰ راپورونه

راپورونه

ماشومانو کې د «اوتیسم» نښې او د دغه اختلال د تشخیص او درملنې لارې چارې

ډاکټران وايي، په هېواد کې د «اوتیسم» په اړه د ځینو کورنیو نه پوهاوی د دې لامل کېږي چې په ماشومانو کې دغه اختلال ناوخته تشخیص شي. هغوی ټینګار کوي، که په ماشومانو کې ځینې نښې لکه په خبرو کې اختلال، اړیکې نیولو کې ستونزه او د سترګو له لارې نه تماس ولیدل شي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.

غړي

ډبلیواېچ‌او: تر ۲۰۲۷ کال پورې د سرطاني ناروغیو درملنې برخه کې له افغانستان سره مرسته کوو

افغان چارواکو نن په کابل کې یوه غونډه کې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې پر چټکو هڅو  ټینګار وکړ، ویې ویل چې له راتلونکو درېیو کلونو وروسته به هيڅ افغان اړ نه شي چې د دې ناروغۍ درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

غړي

اروپایي ټولنه افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې له یوه نوي مرکزه ملاتړ کوي

اروپایي ټولنې د روغتیایي علومو برخه کې د ښځو پر زده‌کړو د ټينګار ترڅنګ ویلي چې د روغتیا نړۍوال له سازمان سره په ګډه په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې له یوه نوي مرکزه ملاتړ کوي.

د ماشومانو داخله ناروغیو متخصص: پر سینه بغل د اخته ماشومانو له کورنۍ درملنې څخه ډډه وکړئ

نیمروز ولایت کې د ماشومانو داخله ناروغیو یو متخصص تنفسي ناروغۍ، په ځانګړي توګه سینه بغل خطرناک بولي، له کورنیو غواړي چې د سینه بغل نښو د لیدو په صورت کې د کورنۍ درملنې پر ځای دې ناروغ ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته ولېږدوي.

د احمدولي په نوم د یوه مخکني څارنوال کیسه چې اوس د روږدو په مرکز کې تر درملنې لاندې دی

د احمدولي په نوم ځوان چې پخوا یې په کابل، اروزګان او کندهار ولایتونو کې د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله او بیا د خپلو نږدې ملګرو له خوا په نشه‌يي توکو روږدی شو، اوس د کندهار د روږدو په مرکز کې تر درملنې لاندې دی.

د حجامې له لارې د درملنې ګټې او زیانونه

یو شمېر حجامه‌کوونکي وايي چې د حجامې په کولو ځینې ناروغۍ درملنه کېږي، له بلې خوا، ډاکټران وایي، که حجامه د مسلکي کسانو له خوا وشي، د ځینو ناروغیو په ښه کېدو کې مرسته کوي، له دې پرته ښايي ځيني خطرونه ولري.

«د سوري زړه پر ناروغۍ اخته شاوخوا ۱۳ زره ماشومان د درملنې په تمه دي» ‎

روغتیایي متخصصین په ماشومانو کې د سوري زړه ناروغي مورزادي ستونزه بولي ‎او له کورنیو غواړي چې که له زېږون وروسته په ماشوم کې د نفس‌تنګۍ، د نوکانو او شونډو شین‌والي، تبې او کمزورتیا نښې وویني، ژر تر ژره یې دې روغتون ته ولېږدوي.

نور راپورونه