Language

هرات کې لسګونه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

هرات (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۳): هرات کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې لسګونه روږدي د درملنې او مراقبت له ۱۲ میاشتنۍ دورې وروسته نن بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

د هرات د امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې عمومي مدیر مولوي حیات‌الله روحاني وايي چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۸۰ روږدي د درملنې ۱۲ میاشتنۍ دورې له بشپړېدو وروسته نن خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

هغه زیاته کړه، درملنه شوي یاد کسان له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت له لوري د ښار له بېلابېلو برخو راټول شوي وو.

په هرات کې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مسوولین وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د دغه ولایت په څلور زره بستریز روغتون کې د څه باندې ۱۲ زره په نشه‌يي توکو روږدو کسانو درملنه شوې ده.

بلخوا، بېرته رغېدلي خوښ دي چې د درملنې زمینه ورته برابره شوې او له حکومته غواړي څو د کار زمینه هم ورته برابره کړي.

د یادولو ده، له تېرو دوو اونیو راهیسې په یاد مرکز کې ۳۵۰ روږدي تر درملنه وروسته رخصت او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.