لښکرګاه (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې پر نشهيي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو درملنې شلستریز روغتون پرانیستل شو.
د هلمند د عامې روغتیا رییس قاري مولوي فضلياحمد شفیعالله نن د یاد روغتون د پرانیستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، د عامې روغتیا وزارت له لوري منظور شوي دغه شلبستریز روغتون کې به پر نشهيي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو درملنه کېږي.
هغه زیاته کړه: «دا روغتون د هغو ښځو او ماشومانو لپاره دی چې پر نشهيي توکو روږدي دي، دغه روغتون د هغوی د درملنې په موخه د وزارت مقام له خوا منظور شوی او درمل او نور اړین توکي به هم ورته راورسېږي.»
ورته مهال، په هلمند کې د رږدو درملنې سلبستریز روغتون د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر وليمحمد خادم د روږدو ښځو او ماشومانو درملنې لپاره د تازه پرانیستل شوي روغتون جوړېدل اړین وبلل.
هغه وویل: «دغه روغتون په دغه ولایت کې د هغو ښځو او ماشومانو لپاره زیات اړین دی چې مخکي به یې په کورونو کې درملنه کېده، اوس به دغه روغتون ته راوستل کېږي.»
دغه راز مسوولین وايي چې روږدې مېرمنې او ماشومان به د ۴۵ ورځو لپاره په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې وي. د هغوی په خبره چې د روغتون ټولې کارکوونکي ښځینه دي او کولای شي تر بل هر ځای په ښه توګه د روږدو ښځو او ماشومانو درملنې، رواني مشورو او نورو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
هلمند کې د دغه تازه پرانیستل شوي روغتون ودانۍ په یوه پوړ کې جوړه شوې چې اته خونې، پارک او یو جومات لري.
د یادونې ده، یوه اونۍ مخکې په بغلان ولایت کې هم دغه ډول یو روغتون پرانیستل شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP