Language

ډبلیواېچ‌او: تر ۲۰۲۷ کال پورې د سرطاني ناروغیو درملنې برخه کې له افغانستان سره مرسته کوو

کابل (پژواک، ۲۲ دلو ۱۴۰۳): افغان چارواکو نن په کابل کې یوه غونډه کې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې پر چټکو هڅو  ټینګار وکړ، ویې ویل چې له راتلونکو درېیو کلونو وروسته به هيڅ افغان اړ نه شي چې د دې ناروغۍ درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

د فبرورۍ څلورمه له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړۍواله ورځ ده؛ دغه ورځ نن په کابل کې د عامې ورغتیا وزارت له لوري ونمانځل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په یادو مراسمو کې وویل، دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې چې د سرطاني ناروغيو د نښو، عواملو، خطراتو او درملنې په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.

دی وایي، په دې اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړوالی د سرطان ناورغۍ په تشخیص او درملنه کې ګټوره تمامېږي.

د ده په وینا، د اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ ۲۰ میلیونه نوې پېښې ثبت شوې او د ۹،۷ میلیون انسانانو ژوند یې اخيستی دی.

دی وايي: «د روغتیا وزارت د عامه روغتيا تګلاره جوړه کړې چې د سرطان د مخنيوي، ژر تشخیص او غوره درملنې لپاره روښانه او منظم چوکاټ وړاندې کوي؛ دغه پالیسي د سرطان د زیاتېدونکي ګواښ پر وړاندې د اغېزناکو اقداماتو لپاره یو مهم بنسټ جوړوي، څو ناروغانو ته پر وخت او معیاري طبي خدمات وړاندې شي.»

د عامې روغتیا وزارت د دفتر رییس شیخ محمدطاهر عارف په نننيو مراسمو کې وویل چې اسلام روغتیا ته سخته پاملرنه کړې او د روغتیا ساتنې اړین وقایوي هدایات یې کړي دي.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان پر دنیاوالو دا یو قرض دی او دا اخلاقي قرض باید دنیاوال اداء کړي چې افغانستان په صحي لحاظ سره دوی یوازې پرې نه‌ږدي او د بل هر چا په نسبت بشري او صحې مرستې افغانستان ته ورکړي او د سرطان په شان ناروغۍ پرې کنټرول شي.»

د عامې روغتیا وزارت د سرطاني ناروغيو درملنې روغتون تخنیکي مرستیال ډاکټر خالداحمد خالد په نننۍ ناسته کې وویل چې د سرطان ناروغۍ د درملنې وړ ده، خو چې ژر تشخیص شي.

هغه زیاته کړه، افغانستان کې د سرطاني ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لپاره ډېر کم کار شوی او څه چې شوي هغه له هيڅ سره برابر دي.

دی زیاتوي: «د عامې روغتیا وزارت د اداري اصلاحاتو اړوند یو تعمیر موږ ته راسپارلی، دا مهال د سرطاني ناروغیو درملنې ۷۰ بستریز روغتون لري، خو له دې وروسته به موږ په یاد تعمیر کې د سرطاني ناروغيو درملنې لپاره ۲۵۰ بستریز روغتون جوړ کړو، دا چارې به تر راتلونکو درېیو کلونو پورې بشپړې شي.»

دی وايي، له راتلونکو درېیو کلونو وروسته به هيڅ هېوادوال اړ نه وي چې د سرطاني ناروغيو درملنې په موخه له هېواده بهر ولاړ شي.

په افغانستان کې د روغتيا نړۍوال سازمان استازی ډاکټر ډیلرا منیول (Delara Manual) هم په نننۍ ناسته کې خبرې وکړې.

هغه وویل چې سرطان په نړۍ کې مخ پر زیاتېدو دی؛ افغانستان هم له دې اړخه مستثنا نه دی او د عامې روغتیا وزارت ویلي چې تېر کال په افغانستان کې د سرطان شپږ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.

دی وايي: «تر ۲۰۲۷ کال پورې د اروپایي ټولنې په همکارۍ مالي مرسته کوو او ډبیلواېچ‌او ویاړي چې خپلې مرستې یې اعلان کړې او دا مرستې به د سرطان له روغتون سره وي، همدارنګه له هغو کلینیکونو سره وي چې په مزار او هرات کې د سرطاني ناروغيو درملنې برخه کې کار کوي.»

دا په داسې حال کې چې له دې مخکې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي وو چې د عامې روغتیا وزارت له خوا سرطاني ناروغانو ته د رسېدنې لپاره په کابل ښار کې پر یوه ځانګړي دوه سوه بستریز روغتون کار روان دی چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او په نږدې راتلونکي کې به په ننګرهار کې هم یو ۵۰ بستریز روغتون فعال شي.

هغه ویلي وو چې تېر کال کې له دغه وزارت سره د سرطان نږدې ۶ زره پېښې ثبت شوې دي.

د ډاکټر شرافت زمان په خبره، له دې مخکې هم په افغانستان کې ۴۲ زره کسانو چې پر سرطان اخته وو، روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.