منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې د زړه سوري ناروغۍ درملنې تخصصي روغتون پرانیستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۹۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۵): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په کابل کې د زړه سوري ناروغۍ درملنې لپاره یو تخصصي روغتون پرانیستل شوی چې په کال کې د شاوخوا دوه زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري.

دغه روغتون نن (یکشنبه) د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو په حضور کې په کابل ښار کې پرانیستل شو.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې دغه روغتون به ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او ټول درملیز خدمات به یې وړیا وي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دغه روغتون د پرانیستې مراسمو کې ویلي چې افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله په بېلابېلو برخو کې ډېر زیانمن شوی او د هېواد وګړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي ویلي: «تر اوسه له ۳۶ زرو ډېر د سوري زړه ماشومان ثبت شوي چې ډېری یې د درملنې د لګښتونو ورکولو توان نه لري. الحمدالله، له دې وروسته به دغه ماشومان په دغه روغتون کې وړیا درملنه کېږي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور هم ویلي چې تر اوسه شاوخوا ۱۵ زره د سوري زړه ماشومان د دغه بنسټ په لګښت په کورنیو روغتونونو کې درملنه شوي او له دې وروسته به نور ناروغان د دې ادارې په زړه روغتون کې جراحي او درملنه کېږي.

نوموړي زیاته کړې: «ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو چې په دغه روغتون کې به د افغانستان کړېدلو ماشومانو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو؛ هغو ماشومانو ته چې له کلونو راهیسې د درملنې په تمه دي.»