ګردېز (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له څه مودې راهیسې په مرکز ګردېز کې د انتاني ناروغيو د درملنې ۵۰ بستريز روغتون فعالیت درولی چې باید بېرته یې پيل کړي.
بل لورته، د پکتيا عامې روغتيا رياست هم تاييدوي چې له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې د انتاني ناروغيو د درملنې ۵۰ بستريز روغتون فعاليتونه درېدلي دي.
په دې اړه د پکتيا سيدکرم ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودې راهیسې د دغه ولایت د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون خپل فعالیتونه درولي دي.
هغه زياته کړه: «زموږ غوښتنه خو دا ده که دغه روغتون بېرته فعال شي په حوزوي روغتون به هم د ناروغانو بيروبار کم شي، هر ناروغ به په سم ډول تداوي هم شي، پخوا په ياد روغتون کې ښه درمل و ښه متخصص ډاکټران هم په کې وو، نو انتاني خو خطرناکې او ويروسي ناروغۍ وي نو که فعال شي دا به ډېره اسانتيا رامنځته کړي.»
دغه راز، د ګردېز یوه اوسېدونکي محمدالله هم پژواک ته وويل چې د نامعلومو دلايلو له امله د انتاني ناروغيو د تداوي روغتون تړل شوی.
هغه وويل چې په ياد روغتون کې پر انتاني ناروغيو باندې د اخته کسانو ښه درملنه کېده، باید بېرته فعاله شي.
هغه همداشان زياته کړه، پکتيا کې د ژمي په را رسېدو سره هوا ډېره سړیږي چې ورسره د انتاني ناروغيو کچه هم لوړېږي.
نوموړی زیاتوي: «په دې انتاني روغتون کې به د ناروغانو ډېر ښه علاج کېده، ډېر ښه درمل به يې ورکول، خو اوس تړل شوی دی چې په هره وجهه وي، زموږ غوښتنه د اسلامي امارت له مسوولينو دا ده چې دا روغتون بېرته ژر فعال کړي.»
د پکتیا یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرکندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د انتاني ناروغیو دغه روغتون دې بېرته فعال کړي.
بل لورته، د پکتیا عامې روغتیا ریاست هم د انتاني ناروغیو د درملنې پنځوس بستریز روغتون تړل کېدل تاییدوي.
په دې اړه د پکتيا عامې روغتيا ریيس ډاکټر معراج ګل عادل پژواک ته وويل چې د دغه ولایت انتاني روغتون د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري تمویلېده اوس یې قرارداد پوره شوی؛ځکه یې فعالیت هم درېدلی دی.
نوموړي دغه راز وويل چې ياد روغتون کې درمل او وسايل شته خو د پرسونل د تنخوا او لګښتونو لپاره د بودجې د نشتوالي ستونزه ده.
نوموړي زياته کړه: «د انتاني روغتون اړتيا ډېره ده؛ ځکه په هر ځای کې تر ۵۰ سلنه ناروغۍ انتاني وي، تقريبا دوه مياشتې کېږي چې فعاليت يې دريدلی دی، وجهه يې دا ده چې ډونر يې ډبليواېچاو و نو په ټولو زونونو کې يې فعاليت درول شوی، موږ د وزارت له مقام او مؤسساتو سره غږېدلي يو د بيا فعاليدو لپاره يې.»
د معلوماتو له مخې، ګردېز کې د انتاني ناروغیو درملنې روغتون شاوخوا دوه کاله مخکې د روغتيا نړۍوال سازمان په مالي مرسته فعال شو چې اوس له تېرو دوو میاشتو غیرفعال دی.
Views: 42
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP