پکتیا کې د چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی
پکتیا کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د پکتیا له پېښو سره د مبارزې د…
پکتیا کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د پکتیا له پېښو سره د مبارزې د…
د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په ناري ژوره سیمه کې ۲۰ میله بېلابېل ډول وسلې او یو شمېر مهمات کشف او ترلاسه شوی دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستانه راقاچاق شوې ۲۸ میله بېلابېلې وسلې او ۹۰۰ مرمۍ کشف او ضبط کړې دي. د پکتیا امنیې قوماندانۍ نن…
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې ۳۸ روغتیایي مرکزونه د قانوني جواز نه لرلو او له روغتیایي قوانینو د سرغړونې له امله تړل شوي دي. د پکتیا ولایت مقام خبرپاڼه کې…
د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې له پاکستان څخه قاچاق کېدونکې ٤٤ میله وسلې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې نیول شوي دي. د پکتیا د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې په ترلاسه…
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې په پکتیا ولایت کې د «نښتر» دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت د هنر او فرهنګ معین…
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وایي چې سږ کال به د پکتیا ولایت په لرو پرتو سیمو کې ۴۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، «د پکتيا ولايت امنیتي ځواکونو هغه قاتل نیولی چې یو تن هېوادوال یې په مرموز ډول وژلی و.»
سترې محکمې ویلي چې په لغمان او پکتیا ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
پکتیا کې د شاتو مچیو یو شمېر فارملرونکي خپلو تولیداتو ته د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي او له اړوندو حکومتي ادارو غواړي چې کورني شاتو ته د بازارموندنې او د هغو د صادراتو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
پکتیا کې د شیدو غواګانو یو شمېر فارملرونکي وايي، د حیواني خوراکي توکو د بیو لوړوالي او په بازار کې د پوډري شیدو او بېکیفیته لبنیاتو شتون د دوی د تولیداتو بازار خراب کړی او کاروبار یې له سقوط سره مخ دی.
د پکتیا په دولتي ښارګوټي کې راستنو شویو سلګونو کډوالو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه، او دغه راز د شاوخوا ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت په دغه ولایت کې کډوالو لپاره د یوه بل ښارګوټي جوړولو چارې هم پیل شوې.
د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې د مسوولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.
پکتیا کې یو شمېر هغه کروندګر چې شنې خونې یې جوړې کړې، د خپلو دغو خونو له حاصلاتو خوښ دي خو وايي چې حکومت او اړوند موسسې دې د مسلکي کسانو د روزنې او نباتي ناروغیو مخنیوي برخو کې مرسته ورسره وکړي.
د پکتیا د احمدخېلو او ډنډپټان ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د ژوند ډېرو لومړنیو اسانتیاوو ته سم لاسرسی نه لري او له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی موسیخېل او مېرمن یې چې د زوی له مرګ وروسته ورته رواني ناروغي پيدا شوې، وايي، کوچنی زوی یې په مزدورۍ پسې خوست ته لېږلی و چې هلته یوه په هوټل کې د چاودنې له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
ځايي مسوولین وايي چې تېره شپه د پکتیا په مرکز ګردېز او د بغلان د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
د پکتيا مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولین وايي چې په دغه ښار کې د ۱۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د درېيو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د پکتيا د عامې روغتيا رياست وايي چې د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د شري ناروغي د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۰ سلنه ډېره شوې ده.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال پيل شوې سیالۍ د محبس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.