ژبه

پکتیا کې د یو شمېر وسلو د قاچاق مخه نیول شوې ده

<p style="text-align: justify;">ګردیز (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۴): د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې له پاکستان څخه قاچاق کېدونکې ٤٤ میله وسلې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې نیول شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د پکتیا د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې په ترلاسه شوو وسلو کې ٣٤ تومانچې، څلور اېم۴ ټوپکونه، څلور کلاشینکوفونه یو کرینموف او یوه اېم‌۴ ډوله تومانچه شامل دي.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې یادې وسلې له ګاونډي هېواده په قاچاق راوړل شوې وې چې کشف او ونیول شوې.</p>

<p style="text-align: justify;">امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د یادو وسلو قاچاق‌کوونکي سیمې ته د امنیتي ځواکونو تر رسېدو مخکې په تیښته بریالي شوي، خو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.</p>

ورته موضوع