چین د امریکا شل دفاعي شرکتونه پر ټایوان د وسلو د پلور له امله تحریم کړي
د راپورونو له مخې، چین د متحده ایالتونو له لوري ټایوان ته د وسلو د پلور په غبرګون کې د امریکا ۲۰ دفاعي شرکتونه او یو شمېر لوړپوړي چارواکي تحریم کړي دي. الجزیرې راپور ورکړی…
د راپورونو له مخې، چین د متحده ایالتونو له لوري ټایوان ته د وسلو د پلور په غبرګون کې د امریکا ۲۰ دفاعي شرکتونه او یو شمېر لوړپوړي چارواکي تحریم کړي دي. الجزیرې راپور ورکړی…
د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یې په یوه کور کې د سپکو او درنو وسلو سلګونه مرمۍ کشف او ضبط کړې دي. د لغمان د امنیې قومانداني…
د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې له پاکستان څخه قاچاق کېدونکې ٤٤ میله وسلې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې نیول شوي دي. د پکتیا د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې په ترلاسه…
ملي دفاع وزارت د کندهار - سپینبولدک پر لاره په یوه موټر کې د «ګڼ شمېر» وسلو او مهماتو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکوي او وايي چې په تړاو یې دوه کسان هم…
د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په لولنج سیمه کې ۱۵ میله بېلابېل ډول وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ضبط شوي او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، امریکا اوکراین ته د ځینو وسلو لېږد بیا پیل کړی او په د غو وسلو کې د توپونو مرمۍ او «GMLRS» هدایت کېدونکي راکټونه شامل دي.
د بلخ او هلمند امنیتي مسوولین وايي، د ماین جوړولو او وسلو ساتلو په تور یې اووه کسان نیولي دي.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې امنیتي مسوولین دې د اختر په شپو ورځو کې د پلاستیکي وسلو او پټاکیو پر پېر او پلور بندیز ولګوي.
دفاع وزارت سپیناوی ورکړی چې د هوایي حریم ساتنې لپاره د تجهیزاتو پېرلو په اړه له روسي چارواکو سره تر اوسه هيڅ خبرې نه دي شوې او په دې اړه د دفاع وزارت د لوژستیک د رییس خبرې تحریف شوې دي.
اروزګان کې امنیتي سرچینې وايي، پرون د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوه.
بلخ کې امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د وسلو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
هلمند کې امنیتي مسوولین وايي، د تېرې یوې اونۍ په جریان کې يې بهر ته د بېلابېل ډول وسلو د ګڼ شمېر مرمیو د قاچاق مخه نیولې ده.
د کاپیسا امنیه قومانداني وایي، په تېرو دوو میاشتو کې یې ۵۵ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط کړې او په تړاو یې ۳۵ کسان نیولي دي.
په هرات کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت د پولیسو له خوا په ترسره شوو عملیاتو کې د وسلو او نظامي تجهیزاتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د وسلو یوه زېرمه له هغه وروسته وموندل شوه چې خاوند او مېرمنې خپلمنځي شخړه کړې وه او وروسته مېرمنې امنیتي کسانو ته د دې زېرمې په اړه معلومات ورکړي وو.
د ختيځ زون امنيتي مسوولين وايي، د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې يو کس پاکستان ته د ٣٤ ميله وسلو د قاچاق په تور نيول شوى دى.
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې پاکستان ته د ۱۰ میله وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.
د سرپرست حکومت یوه چارواکي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغه خبره ناسمه بللې چې ګواګې پاکستاني طالبانو ته د ناټو پاتې وسلې په لاس ورغلې او زیاتوي چې ټول نظامي تجهیزات په هېواد کې خوندي دي.
په بدخشان کې مسوولینو د دولتي ادارو ټولو چارواکو ته خبر ورکړی چې له دې وروسته دې له رسنیو سره د مرکو پر مهال له وسلو سره نه راڅرګنديږي. د بدخشان ولایت د مطبوعاتو…
ځایي مسوولین وایي چې د پکتيکا ولايت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو دوه پاکستاني وګړي له يو مازدا موټر سره يو ځای چې وسلې په کې بار وې، نيولي دي. د پکتيکا…