مزارشریف (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): بلخ کې امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د وسلو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري وایي، د دې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت کشفي ځواکونو د چهارکنت ولسوالۍ په قدوق کلي کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د هغه په وینا، له دې زېرمې ۳۷ میله کلاشینکوف، نهه میله تومانچې، يو میل پیکا او یو شمېر نور مهمات ترلاسه شوي دي.
وزیري وایي په دې تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېر یو کال په دغه ولایت کې اته د وسلو زېرمې کشف او ۲۵۰ بېلابېل ډوله وسلې ترې ترلاسه شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن