ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“چارواکي دې نور له رسنیو سره د مرکو پر مهال له وسلو سره نه راڅرګنديږي”

“چارواکي دې نور له رسنیو سره د مرکو پر مهال له وسلو سره نه راڅرګنديږي”

author avatar
10 Nov 2021 - 10:36
“چارواکي دې نور له رسنیو سره د مرکو پر مهال له وسلو سره نه راڅرګنديږي”
author avatar
10 Nov 2021 - 10:36

فیض اباد (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۰): په بدخشان کې مسوولینو د دولتي ادارو ټولو چارواکو ته خبر ورکړی چې له دې وروسته دې له رسنیو سره د مرکو پر مهال له وسلو سره نه راڅرګنديږي.

د بدخشان ولایت د مطبوعاتو مسوول او د اطلاعاتو او فرهنګ  ریاست سرپرست معزالدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پرېکړه پرون شوې ده.

هغه وایي: «د اسلامي امارت هغو مسوولینو ته چې له رسنیو سره مرکې کوي، توصیه کېږي چې د مرکو پر مهال دې د هغو وسله والو له حضور څخه مخنیوی وکړي چې ترڅنګ یې درېږي.»

د نوموړي په خبره چې د داسې انځورونو ښودل د خلکو او نړیوالو لپاره د وېرې او اندېښنې سبب کېږي.

هغه زیاته کړه: «د ټلوېزیوني او رسمي پروګرامونو په جریان کې د وسلو ښودل نړیوالو ته د مجاهدینو عزت او قوت نه ښيي، بلکې برعکس داسې انګېرل کېږي چې نه یوازې هېواد، بلکې د حکومت رسمي دفترونه هم امن نه دي او چارواکو ته ګواښ موجود دی.»

نوموړی وایي، د مسوولینو غوښتنه دا ده چې چارواکې دې د مرکو پر مهال او ان په کارځای او ورځني ژوند کې عادي څرګند شي.

احمدي په پای کې وویل چې دغه کار نه یوازې د اسرف مخنیوی کوي، بلکې د نوي حکومت پر وړاندې د خلکو باور هم ډېرېږي او د امنیت احساس کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.