Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د غواګانو فارم‌لرونکي خپلو تولیداتو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي

ګردېز(پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): پکتیا کې د شیدو غواګانو یو شمېر فارم‌لرونکي وايي، د حیواني خوراکي توکو د بیو لوړوالي او په بازار کې د پوډري شیدو او بې‌کیفیته لبنیاتو شتون د دوی د تولیداتو بازار خراب کړی او کاروبار یې له سقوط سره مخ دی.

عبدالقدیر چې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د غواګانو فارم لري، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د حیواني خوراکي توکو د لوړو بیو او د لبنیاتو د ناسم بازار له امله یې غواګانې کمې کړې دي.

هغه د کرنې له ریاست او مرستندویو موسسو وغوښتل چې د لبنیاتو د پروسس مرکزونه جوړ کړي او د پوډري شیدو او مستو پر پلور بندیز ولګوي.

د نوموړي په خبره: «ستونزه دا ده چې د لبنیاتو د پروسس او بسته‌بندۍ مرکز نشته؛ که څوک فارم جوړ کړي هم، ژر له سقوط سره مخ کېږي. زه اوس ۴۰ غواګانې لرم، خو له تاوان سره مخ یم؛ ځکه بازار کې پوډري شیدې ارزانه دي، موږ ورسره سیالي نه شو کولای.»

یو بل فارم‌لرونکی قلندر هم وایي، اوس یې په فارم کې ډېرې کمې غواګانې پاتې دي؛ ځکه د حیواني خوراکي توکو بیې لوړې دي او بازار خراب دی.

هغه وویل: «ځینې غواګانې مې خرڅې کړې؛ ځکه خوراکه ګرانه ده، په بازار کې پوډري شیدې خرڅېږي او موږ یې په هغه قیمت نه‌ شو خرڅولی.»

یاد دواړه فارم‌لرونکي وايي چې که حکومت یې ستونزو ته رسېدنه ونه کړي، فارم‌لرونکي به اړ شي خپل دغه کاروبار ودروي.

د ګردېز ښار یو لبنیات پلورونکی محراب‌ګل هم وايي چې پوډري شیدو د کورني لبنیاتو بازار خراب کړی دی.

هغه وویل: «پوډري شیدې له دې امله چې کیفیت یې ټیټ دی، ارزانه دي، نو ځکه یې دوکانداران پلوري. زموږ غوښتنه دا ده چې د مالدارانو د ملاتړ لپاره دې پر پوډري شیدو بندیز ولګول شي.»

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ مدیر عبدالبصیر کوچی وایي، دا مهال په دغه ولایت کې له دوی سره ۱۵ معیاري فارمونه ثبت دي چې هره ورځ سلګونه کیلو شیدې تولیدوي.

هغه وویل، هڅه کوي چې د لبنیاتو د پروسس لپاره یو معیاري مرکز جوړ کړي او دغه راز به  د پوډري شیدو پر پلور هم بندیز ولګوي، څو د کورنیو لبنیاتو بازار ښه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.