Language

پکتیا کې د شاتو مچیو فارم‌لرونکي خپلو تولیداتو د بازار له نشتوالي شکایت کوي

ګردېز (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): پکتیا کې د شاتو مچیو یو شمېر فارم‌لرونکي خپلو تولیداتو ته د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي او له اړوندو حکومتي ادارو غواړي چې کورني شاتو ته د بازارموندنې او د هغو د صادراتو برخه کې مرسته ورسره وکړي.

د دې لپاره چې د شاتو مچیو د اهمیت په اړه د خلکو پوهاوی ډېر شي، د مې ۲۰مه د ملګرو ملتونو له لوري د شاتو مچیو نړۍواله ورځ نومول شوې ده.

پکتیا کې د شاتو مچیو یوه فارم‌لرونکي اسدالله وزیري نن په همدغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، په دغه ولایت کې د تولیدېدونکو شاتو کیفیت نسبت نورو ولایتونو ته ښه دی، خو محصولات یې د بازار نشتوالي له امله نه پلورل کېږي.

هغه له حکومته وغوښتل څو بهر ته د شاتو صادرولو لپاره زمینه ورته برابره کړي.

یوه بل فارم‌لرونکي عبدالحي دلدار وویل چې وارداتي شاتو د کورني شاتو بازار خراب کړی دی.

هغه زیاته کړه: «وارداتي شاتو زموږ د شاتو قیمتونه راټیټ کړي، حکومت باید پر واردېدونکو شاتو ګمرکي تعرفې لوړې کړي، څو د کورنیو تولیداتو پلور ته زمینه برابره شي.»

نوموړي غوښتنه وکړه چې اړوندې ادارې دې د شاتو د معياري بسته‌بندۍ، پروسس او صادراتو برخو کې له فارم‌لرونکو سره مرسته وکړي.

په دې غونډه کې د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر حسیب‌الله ګردېزي وویل، هڅه کوي چې د شاتو تولیدوونکو ته په نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي، څو هغوی وکولای شي خپل تولیدات نړۍوال بازار ته وړاندې کړي.

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ګټورو حشرو برخې مدیر نجیب‌الله مهرابي وویل، دا مهال په پکتیا کې د شاتو مچیو ټول ۲۷۶ فارمونه فعال دي چې تېر کال یې شاوخوا ۳۵۰ ټنه شات تولید کړي وو.

هغه زیاته کړه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته یې وړاندیز کړی چې فارم‌لرونکو ته تجارتي جوازونه ورکړي څو هغوی وکولای شي په دې سره خپل محصولات بهر ته صادر کړي.