منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۲ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ملا برادر: غواړو افغانستان له يوه مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل کړو

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک): د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وایي، د اسلامي امارت ستراتيژیک او اقتصادي لیدلوری دا دی چې افغانستان په تدریجي ډول له یوه مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل کړي.

ملا عبدالغني برادر اخند دغه څرګندونې پرون (پنجشنبې) په کندهار کې د شوراندام سمنټو فابریکې د لومړي فاز د پرانیستې مراسمو کې کړې دي.

هغه ویلي، افغانستان باید خپلې اړتیاوې د کورنیو تولیداتو له لارې پوره کړي، د تولید په بهیرونو کې د ارزښت ځنځیر پراخ کړي او د صادراتو کچه لوړه کړي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ هغه مهال دوامداره اقتصادي پرمختګ ترلاسه کولای شو چې له خپلو سرچینو په دوامداره توګه ګټه واخلو او د صنعتي سیاست برخه کې مهم ګامونه پورته کړو.»

د هغه په وینا، د اسلامي امارت موخه او مسوولیت د داسې تولیدي نظام رامنځته کول دي چې اقتصادي منطق ولري او د هېواد د پرمختګ لپاره واقعي ارزښتونه رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې چې د همدې موخې لپاره د مهمو او لویو ملي پروژو پلې کېدو زمینه برابره شوې ده.

ملا عبدالغني برادر اخند ویلي، افغانستان په کور دننه د سمنټو تولید پراخ ظرفیت لري او دغه ظرفیت کولای شي د هېواد د ودانیز سکټور د اړتیاوو پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کندهار د شوراندام سمنټو فابریکې له مسوولینو غوښتي چې ټول چارې د منل شوو معیارونو او مطلوب کیفیت په پام کې نیولو سره ترسره کړي.

د یادونې ده، د کندهار د شوراندام سمنټو فابریکې لومړی فاز هره ورځ د ۱۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت لري او زرګونو هېوادوالو ته یې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.