منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

امارت اسلامی

۹ راپورونه

راپورونه

غړي

اسلامي امارت د مرستو د وېش بهیر کې خپله هر ډول مداخله ردوي

د افغانستان د اقتصاد وزارت معین د مرستو وېش په لړۍ کې هر ډول مداخله ردوي او وایي، د امریکا د پارلمان ځینو غړو د افغانستان له خلکو سره د مرستو قطع کېدو غوښتنه د نړۍوالو قوانینو خلاف ده او بشري مرستې نباید سیاسي شي.

غړي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره: د ا.ا ۳۵ زره «مجاهدین» د ادارې او مدیریت برخو کې پر زده‌کړو بوخت دي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې مسوولین وايي چې اوسمهال په ټول افغانستان کې د اسلامي امارت ۳۵ زره «مجاهدین» د دې ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې د ادارې او مدیریت برخو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

غړي

د ا.ا مشر: افغانستان کې څو لسیزې بدمرغۍ د اختلافاتو او ملوک‌الطوایفي له امله وې

د ا.ا مشر د سمنګان ولايت له مسوولينو سره په لیدنه کې د افغانستان څو وروستۍ لسیزې ناخوالې د اختلافاتو ‎او ملوک‌الطوایفي رامنځته کېدو له امله بللې او له مسوولينو يې غوښتي چې له نظام سره د خلکو نږدې کولو لپاره هڅې وکړي.