کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند د طبي څانګو افغان محصلینو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه د خواشینۍ وړ او «غیرانساني» بللې او وايي، د لوړو زدهکړو وزارت چمتووالی لري څو دغو محصلینو ته د زدهکړو د دوام زمینه برابره کړي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان طبي او ستوماتولوژۍ شورا د دغه هېواد طبي او ستوماتولوژۍ پوهنتونونو او کالجونو ته سپارښتنه کړې چې په دغو مرکزونو کې په زدهکړو بوختو افغان محصلینو ته د وتلو اسانتیا برابره کړي او نوي افغان محصلین دې نه مني.
د عرب نیوز د راپور له مخې، د پاکستان طبي او ستوماتولوژۍ شورا (PMDC) د سپټمبر په لومړۍ نېټه په یوه لیک کې ویلي، هغه افغان محصلین چې مخکې د دغه هېواد په طبي یا ستوماتولوژۍ پروګرامونو کې ثبت شوي، باید بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د مطبوعاتو په هینداره کې» غونډه کې وویل چې په پاکستان کې د طبي څانګو د محصلینو په اړه وروستی اقدام او د هغوی د ایستلو پرېکړه او پرې محدودیتونه لګول د خواشینۍ وړ دي.
هغه زیاته کړه: «لومړی خو کوم اقدام چې له بده مرغه په پاکستان کې د طبي څانګو د افغان محصلینو د ایستلو په اړه شوی او محدودیتونه پرې لګول شوي، د خواشینۍ وړ دی او دا په بشپړه توګه یو غیرانساني کار دی.»
مجاهد د پاکستان پر دې پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، د لوړو زدهکړو وزارت په پام کې لري، هغه افغان محصلین چې د پاکستان له طبي تحصیلي څانګو ایستل کېږي، د هېواد اړوندو تحصیلي برخو ته جذب کړي.
د مجاهد په وینا: «موږ غوښتنه کوو چې پر دې پرېکړه له سره فکر وشي. دویم دا چې په افغانستان کې، انشاءالله د لوړو زدهکړو وزارت بشپړ چمتووالی لري، هغه محصلین چې بېرته هېواد ته راګرځي، خپلې زدهکړې له هغه ځایه چې تر کومه یې رسولې دي، دوام ورکړي او د هغوی لپاره ظرفیت برابر شي. په دې برخه کې انشاءالله جدي کار روان دی.»