کابل (پژواک) – د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو د استازو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډې پانګونې د فرصتونو پېژندلو او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په موخه د دوغارون په ازاده سیمه کې ګډه اقتصادي ناسته ترسره شوې ده.
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې نن (چهارشنبه) پر خپله اېکسپاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه ناسته د یادې خونې د اجرائیوي رئیس پروېز حیدري، د کندهار ولایت د کانونو او صنایعو خونې د رئیس سیدسرور اماني، د دوغارون ازادې سیمې د سازمان د اجرائیوي رئیس محمدرضا مودودي او د دواړو هېوادونو د یو شمېر سوداګرو او اقتصادي فعالانو په ګډون ترسره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې پانګونې د فرصتونو پر پېژندلو، د صنعتي همکاریو پر پراختیا او د سوداګریزو فعالیتونو پر اسانتیاوو خبرې کړې دي.
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې اجرائیوي رئیس پروېز حیدري د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغې خونې تر اوسه افغانستان ته د ګڼو سوداګریزو او اقتصادي پلاوو سفرونه تنظیم کړي او تل چمتو ده چې د ایران له خصوصي سکټور او سوداګرو سره همکاري وکړي او هغوی ته اړین خدمتونه وړاندې کړي.
هغا هیله څرګنده کړې چې د ایران د سوداګرو او د افغانستان د سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ د ګډو همکاریو زمینه لا زیاته برابره شي.
هغه هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او ایران د سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ همکارۍ لاپراخه شي.
د خبرپاڼې له مخې، حیدري د افغانستان او ایران ترمنځ د کلنیو سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې لس میلیارد ډالرو ته د لوړولو هدف ته هم اشاره کړې او څرګنده کړې یې ده چې د دغه هدف ترلاسه کول د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو همکارۍ، همغږۍ او فعال ګډون ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې چې کندهار او د افغانستان نور ولایتونه هم د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره همکار دي او هیله ده چې د عملي ګامونو په اخیستو او د سوداګریزو اړیکو په پراختیا سره د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پراخې شي.
د دوغارون ازادې سیمې د سازمان اجرائیوي رئیس محمدرضا مودودي هم په دې ناسته کې د دغې سیمې پراخو اقتصادي او صنعتي ظرفیتونو ته په اشارې ویلي چې وړتیا لرونکي ایراني شرکتونه په بېلابېلو نندارتونونو کې ګډون او له افغان لوري سره د ګډې پانګونې زمینې برابرولو ته چمتو دي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دوغارون ازادې سیمې د حقوقي چارو عمومي مدیر علي سالاري هم د افغان پانګوالو پر قانوني ملاتړ د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د پانګوالو یوه اساسي اندېښنه د خپلو پانګو د خوندیتوب او تضمین په اړه ډاډ ترلاسه کول دي.
هغه د ایران قوانینو او مقرراتو ته په اشارې ډاډ ورکړی چې په دغه هېواد کې د قوانینو په چوکاټ کې له پانګونو ملاتړ کېږي او خوندیتوب یې تضمینېږي.
سالاري د دوغارون ازاده سیمه د تولیدي او صادراتي فعالیتونو لپاره د مناسبو ظرفیتونو لرونکې بللې او ویلي یې دي چې پانګوال کولای شي خپل د اړتیا وړ توکي دغې سیمې ته وارد کړي او له پروسس او بستهبندۍ وروسته یې د افغانستان په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړي.









