منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګه‌ونو پر پراختیا خبرې شوې

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د افغانستان لپاره د بېلاروس نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له مسوولینو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو او ګډو پانګه‌ونو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د یادې خونې په خبرپاڼه کې راغلي چې د بېلاروس نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر الکساندر سریګوویچ اوګورودنیکوف د دې خونې له لومړي مرستیال محمد رفیع عظیمي او یو شمېر نورو مسوولینو سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې عظیمي په افغانستان کې د پانګه‌ونې د فرصتونو او رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د امنیت ټینګښت د صنعت او کانونو په برخو کې د پانګه‌ونې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی.

همدارنګه د یادې خونې د صنعت مرستیال خان محمد خان له سفیر څخه غوښتي چې پانګه‌والو او سوداګرو ته د ویزو ورکړې په برخه کې همکاري وکړي څو هغوی وکولای شي د پانګه‌ونې فرصتونه له نږدې وپېژني.

په خبرپاڼه کې د بیلاروس د سفیر له قوله راغلي چې هېواد یې په بېلابېلو اقتصادي او صنعتي برخو کې پراخ امکانات لري او هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره ګامونه واخلي.

اوګورودنیکوف د افغانستان د خصوصي سکټور استازو ته په بیلاروس کې د پانګه‌ونې د فرصتونو، ټکنالوژۍ او صنعتي ماشینرۍ د ورپېژندلو په موخه دغه هېواد ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په پای کې دواړو لورو د ګډو پانګه‌ونو پر زیاتوالي او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.