مهترلام (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): سترې محکمې ویلي چې په لغمان او پکتیا ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د لغمان د الينګار ولسوالۍ لومړۍ محکمې د پرېکړې پر بنسټ، د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته له کوره د تېښتې او په دې برخه کې د همکارۍ په جرم په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچینې دغه راز زیاته کړې، د لومړۍ محکمې له خوا مجرم پر يوه کال تنفيذي بند او ۳۰ دُرو او مجرمه ښځه پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه کې راغلي چې نن د پکتيا د احمدابا ولسوالۍ لومړنۍ محکمې هم درېيو کسانو ته د غلا او لواطت په تور په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
د یادو کسانو له ډلې دوه تورن کسان پر ۳۵ـ ۳۵ درو او درېيم کس پر ۳۰ دور تعزیري سزا محکوم شوي وو.
د یادونې ده، دوه ورځې مخکې هم په لغمان کې لسو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور دغه ډول سزاوې ورکړل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP