Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني پای ته ورسېده

ګردېز (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې د مسوولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د پکتيا د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس نصيراحمد طايب نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، ياده دښمني شاوخوا سل کاله مخکې د دوو د ترونو زامنو ترمنځ شوې وه چې له يوې کورنی دوه کسان په‌کې وژل شوي وو.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي ورته نورې دښمنی هم د قومي جرګو او ديني عالمانو په منځګړيتوب حل کړي.

د يادې جرګې يوه غړي او قومي مشر شفيق توتاخېل وويل، ياده دښمني د سیدکرم ولسوالۍ په کوز سیجنک کلي کې د الف‌خان او امیرمحمد - چې سره د ترونو زامن کېږي – شاوخوا سل کاله مخکې رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه، دغه دښمني د قومي جرګې له لارې حل شوه او د مقتولینو کورنۍ ته يې د هر وژل شوي کس په بدل کې ۱۵ لکه افغانۍ او دوه جريب ځمکه د ديت په توګه ورکړه.

د نوموړي په خبره، د پکتيا په بېلابېلو قومونو کې ورته دښمنی شته چې د حل لپاره يې قومي مشران جرګې کوي.

د وژل شوو کسانو د کورنی يوه غړي محمدايوب وويل، خوښ دی چې د قومي مشرانو د يوې جرګې له لارې ورته پخوانی دښمني حل کړه.

هغه پر نورو هغو کورنيو چې خپلو منځونو کې ورته دښمني لري، هم غږ وکړ چې خپلمنځي ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.

د الف خان د کورنی په استازيتوب ملک داوود هم خوښي څرګنده کړه چې سل کاله وروسته به خپل پلرني ټاټوبي ته راشي.

هغه وويل چې له نيکونو ورپاتې دښمنۍ له امله کلی ترې پاتې و او له قومي مشرانو يې مننه وکړه چې د دوی دښمني يې نن د يوې جرګې له لارې حل کړه.

هغه له قومي مشرانو او حکومتي مسوولينو وغوښتل چې د ورته شته شخړو د حل لپاره دې خپلې هڅې زياتې کړي.

د یادونې ده، د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو راوروسته د هېواد په کچه سلګونه لویې او کوچنۍ دښمنۍ پر دوستۍ بدلې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.