Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې ۴۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي

ګردېز (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وایي چې سږ کال به د  پکتیا ولایت په لرو پرتو سیمو کې ۴۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب‌الله حقاني دغه څرګندونې نن پنجشنبه پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال وکړې ویې ‌ویل چې دغه سایټونه د خلکو د غوښتنو او شکايتونو له اورېدو وروسته اړتيا ته په کتو منظور شوي دي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې يادو مخابراتي سايټونو په جوړېدو سره به د مخابراتي خدمتونو برخه کې د پکتيا د لرو پرتو سيمو اوسېدونکو ستونزې تر ډېره حل شي.

د نوموړي په خبره: «پکتيا ته مې د سفر هدف دا و چې د مخابراتو برخه کې د خلکو ستونزې او شکايتونه مشخص کړو، د دې غوښتنو او اړتيا له مخې مې نن ورځ پکتيا ته ۴۸ سايټونه منظور کړل؛ دغه سايټونه د ټي‌ډي‌اېف سايټونه دي چې د ټولو شبکو ګډ پنډ دی، په دې سره به د خلکو ستونزې تر ډېره حل شي.»

ورته مهال، د پکتيا د يو شمېر لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي هم د يادو مخابراتي سايټونو پر منظورۍ خوښي څرګندوي.

د څمکنيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي زرين پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ولسوالۍ کې يې خلک د مخابراتي خدمتونو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په ډېرو سيمو کې يې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

هغه غوښتنه وکړه چې د يادو منظور شوو مخابراتي سايټونو جوړولو چارې بايد هر څو ژر پيل شي.

د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي شاه‌ولي وويل چې په لرو پرتو سيمو کې مخابراتي شبکې په سم ډول کار نه کوي.

هغه زیاته کړه چې د زياترو سيمو خلک د يوې مخابراتي اړيکې لپاره اړ وي غرونو ته پورته شي او يا ډېر لرې مزل وکړي.

د هغه په خبره، که د مخابراتو وزارت د يادو سايټونو جوړېدو کارونه پر خپل وخت پيل او بشپړ کړي، په دې سره به د خلکو ګڼې ستونزې حل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په پکتيکا ولايت کې هم ۴۴ نوي مخابراتي سايټونه جوړېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.