ژبه

د غزني په قره‌باغ کې خلکو په خپل لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه

واحدالله جمعه‌زاده

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۳۹

۰ کتنې

غزني‌ښار (پژواک) – د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ د طاقچین سیمې اوسېدونکو په څه باندې شپږ میلیونه افغانیو شخصي لګښت یوه ښوونځي ودانۍ جوړه کړې ده چې شاوخوا ۳۰۰ زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابروي.

دغه ودانۍ پرون (د تلې ۲۶مه) د اړوندو چارواکو، مسوولینو او د سیمې د خلکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادې پروژې مسوول انجنیر محمدعیسی حیدري پژواک ته وویل چې د یاد ښوونځي ودانۍ پر ۴۵۰ متره مربع ځکه ودانه شوې او احاطه یې ټوله درې جریبه ده.

هغه زیاته کړه چې دغه ودانۍ اته درسي خونې، یوه اداري خونه، کتابتون، د غونډو تالار، د برېښنا سیسټم، ژوره څاه، د پاکو اوبو زېرمه او تشنابونه لري.

هغه دغه‌راز وویل چې د ښوونځي احاطه کې د فوټبال لوبغالی هم جوړ شوی دی.

د طاقچین ښوونځي یوه ښوونکي نعمت‌الله توکلي وویل، د ښوونځي پخوانۍ ودانۍ په ۱۳۷۵ کال کې د خلکو په مرسته جوړه شوې وه، خو د وخت په تېرېدو زړه او تخریب شوې وه او زده‌کوونکو یې په نامناسبو شرایطو کې زده‌کړې کولې.

هغه زیاته کړه چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د زده‌کوونکو د زده‌کړو شرایط ښه شي.

د دغه ښوونځي دوو زده‌کوونکو محمدامین او مهناز پژواک ته وویل چې د ښوونځي پخوانۍ ودانۍ خرابه وه او د باد او باران پر مهال به یې د زده‌کړو پر وړاندې ستونزې زیاتې وې.

هغوی د نوې ودانۍ پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه، خو ویې ویل چې کتابونو او نورو درسي توکو ته اړتیا لري.

د غزني د پوهنې رییس مولوي میر نصیراحمد حسيني د ښوونځي د پرانیستې مراسمو کې د پوهنې برخه کې د خلکو همکاري مهمه وبلله او ویې ویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د غزني په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په شخصي لګښت لسګونه ښوونځي جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې سږ کال شاوخوا درې نیم زره ښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه روزنیز سیمینارونه ورکړل شوي او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو د ارزونې بهیر هم دوام لري.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري د ښوونځي د پرانیستې مراسمو کې د امنیت او اقتصادي پرمختګ پر اړیکو خبرې وکړې.

هغه وویل چې امنیت د اقتصادي فعالیتونو او پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده. نوموړي له خلکو وغوښتل چې د ناامنۍ او تفرقې رامنځته کولو د هڅو په مخنیوي کې همکاري وکړي او خپل یووالی وساتي.

د قره‌باغ د خلکو د شورا رییس استاد علوي هم د ټولنیز پرمختګ لپاره د علم او زده‌کړو ارزښت مهم وباله او ویې ویل چې د پوهنې برخې ته پاملرنه د ټولنې د پرمختګ لپاره اړینه ده.

د طاقچین سیمې اوسېدونکي وايي چې له دې مخکې یې هم د خپلو شخصي امکاناتو په مرسته د عامه ګټو یو شمېر پروژې پلې کړې دي.

د هغوی په وینا، په سیمه کې یې یو لوی پول، ۳۰ متره سور لرونکی سړک، جامع جومات او مدرسه جوړ کړي او غواړي په راتلونکي کې یو دایمي روغتیايي مرکز هم جوړ کړي.