ژبه

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ۱۶۹۴ متره برخې رغنیزې چارې بشپړې شوې

پژواک

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۹:۱۲

۰ کتنې

کابل (پژواک) – د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د حیرتان – مزارشریف مسیر د نایب‌آباد تمځای اړوند د ۱۶۹۴ متره پټلۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه برخه د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس مولوي عبدالکریم فاتح او یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو په حضور کې پرانیستل شوه.

د خبرپاڼې له مخې، د نایب‌آباد تمځای د پراختیا او د اړینو تأسیساتو جوړولو په موخه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ترمنځ د څه باندې ۱۶۹.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک شوی و.

سرچینه زیاتوي، چې د یاد تړون له مخې د نویو اوسپنیزو لارو، د سوداګریزو توکو د ساتنې هنګرونو، د توکو د بارولو او تخلیې پلېټفارمونو او نورو اړینو تأسیساتو جوړول شامل دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادې پروژې په چوکاټ کې د ۱۶۹۴ متره اوسپنې پټلۍ د اصلي او فرعي کرښو رغنیزې چارې بشپړې شوې، خو د پروژې د پاتې برخو چارې لا هم روانې دي.

د ټولګټو وزارت په وینا، د دې پروژې بشپړېدل به د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا، د توکو د لېږد په اسانتیا او د اوسپنې پټلۍ د ظرفیت په لوړولو کې مرسته وکړي.