Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې یو شمېر کروندګر د شنو خونو جوړولو برخه کې له حکومت او موسسو د مرستې غوښتنه کوي

ګردېز (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): پکتیا کې یو شمېر هغه کروندګر چې شنې خونې یې جوړې کړې، د خپلو دغو خونو له حاصلاتو خوښ دي خو وايي چې حکومت او اړوند موسسې دې د مسلکي کسانو د روزنې او نباتي ناروغیو مخنیوي برخو کې مرسته ورسره وکړي.

د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي ميرزاخان چې پر پنځه بسوې ځمکه شنه خونه جوړه کړې، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال ژمی یې هوږه کرلې وه او اوس یې ښه حاصل ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، که شنې خونې ډېرې شي، بازار ته به په ډېر ارزانه بیو سبزيجات وړاندې کېږي.

د هغه په خبره: «شنې خونې ډېره ګټه لري، درې فصله کوي، ما يو فصل بادرنګ کرلي وو، بيا مې شنه سبزي کرلې وه، ژمي کې مې هوږه کرلې وه چې اوس رسېدلې، د څاڅکي سيسټم مو لګولی، په يوه ټانکۍ ټوله خونه اوبه کيږي خو که په لښتي يې ورته راخوشې کړې، دا په سلو ټانکيو هم نه اوبه کېږي.»

د پکتیا د مرکز ګردېز اړوند د ملاخېلو کلي اوسېدونکي نظرمحمد هم په خپل شخصي لګښټ ۳۰ خونې جوړې کړې او وایي که د سبزيجاتو کرنه په شنو خونو کې ترسره سره شي، حاصلات به يې ډېر او ترڅنګ به يې د اوبو د ضايعاتو مخنيوي هم وشي.

هغه د کرنې له رياسته غوښتنه وکړه چې د ناروغيو د کنترول او د مسلکي کارګرو په روزنه کې دې ورسره همکاري وکړي.

دی وایي: «زما په شنو خونو کې يو جريب ځمکه په دوه اينچه اوبو په شلو دقيقو کې اوبه کېږي، خو ترڅنګ یې دلته دغسې نوره ځمکه ده، هغې ته چې شپږ اينچه اوبه ورخوشې کړم، په دوه ساعته کې يې هم نه شي اوبه کولای، نو دا خو د څاڅکي سيسټم دی، دا د اوبو د ضايعاتو مخنيوي کې ډېر ګټور دی.»

د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د بڼوالۍ عمومي مدير سنګرمل جلالي وایي چې دا مهال په دغه ولایت کې د کرنې رياست، مؤسسو او بزګرانو له خوا شاوخوا ۳۵۰ شنې خونې جوړې شوې دي.

هغه وویل چې د عادي ځمکو د کښت په پرتله د شنو خونو کښت اوبه کمې مصرفوي او حاصلات يې ډېر وي.

هغه له موسسو غوښتنه وکړه چې په پکتيا کې له بزګرانو سره د شنو خونو جوړولو برخه کې مرسته وکړي.

د پوهنتون استاد دوکتور عبدالوهاب حکمت بیا‎ وایي، پکتيا ولایت هم د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو اغېزمن شوی چې ورسره تر ډېره د واورې او باران ورښت کم شوی دی.

د نوموړي په خبره، د اقليمي بدلون د منفي تاثيراتو مخنيوي لپاره بايد نوي ځنګلونه کېښودل شي او ترڅنګ يې بايد باراني اوبو زېرمه شي او د ځمکې لاندې له اوبو سالمه استفاده وشي.

هغه وويل چې د شنو خونو جوړول او د څاڅکي اوبولګولو سيسټم د کرنې لپاره ښه کار دی چې تر ۳۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخنیوی کولای شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.