منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:19 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

پکتیا کې د چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی

· 1 دقیقه لوستل · 108 کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵): پکتیا کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پکتیا له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې رییس مولوي نثاراحمد نجات وایي چې دغه پېښه تېره ورځ د روحاني ‌بابا ولسوالۍ د ګاویانې سپینې تختې سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې دوه وروڼه چې د کوچيانو یوې کورنۍ غړي وو، ژوند له لاسه ورکړی دی.