ګردېز (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د پکتيا مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولین وايي چې په دغه ښار کې د ۱۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د درېيو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د ګردېز ښاروال مولوي حبيبالرحمن منصور د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وويل چې دوه پروژې د سړک غاړې د ويالو اساسي جوړونه ده او درېيمه پروژه د پاکو اوبو د رسولو يوه شبکه ده.
نوموړي زیاته کړه چې د لومړۍ ناحیې د زاړه ولایت ته څېرمه د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي د سړک غاړې ويالو جوړولو چارې پيل شوې چې له امله به د سړکونو د تخریب مخه ونیول شي.
همداراز هغه وویل چې په څلورمه ناحیه کې د پاکو اوبو د رسولو د شبکې جوړولو د پروژې کار هم پیل شوی چې له مخې به یې ۱۱۰ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د ګردېز ښاروال د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو ټول لګښت د (یو این هبیتات) موسسې له لوري ورکول کېږي چې شاوخوا ۱۵۰ زره امريکايي ډالر کېږي.
د ګردېز ښار اوسېدونکي د دغو پروژو د پیل له امله خوښي څرګندوي او وايي چې دا به د ښاري ژوند د ښه والي لپاره مهم ګام وي.
د ګردېز ښار يوه اوسېدونکي رحيم پژواک ته وويل چې يادې پروژې به ښاريانو ته اسانتياوې برابرې کړي.
هغه زیاتوي: «د زاړه ولایت مخې ته د سړک غاړې ويالې تخریب شوې وې، چټلې اوبه به کوڅو ته بهېدې چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي وو، اوس چې دا پروژه اساسي بڼه خپلوي دا ستونزه به حل شي.»
نوموړي غوښتنه وکړه چې د پروژو د کیفیت ساتنې ته باید جدي پاملرنه وشي.
د ګردېز ښار يوه بل اوسېدونکي علیمحمد هم پژواک ته وويل چې د يادو پروژو پيل ته خوښ دی.
هغه هم غوښتنه وکړه چې ګردېز ښار پراختيا او جوړونې ته په تېرو کلونو کې پام نهدی شوی اوس حکومت او مؤسسات بايد د بيارغونې او پراختيا برخو کې پروژې تطبيق کړي.
د ګردېز ښاروالۍ مسوولینو په وینا، ډېر ژر به په ښار کې د نيمګړو پاتې پروژو چارې هم دوباره پيل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP