ګردېز (پژواک، ۱۶ غويی ۱۴۰۴): د پکتیا په دولتي ښارګوټي کې راستنو شویو سلګونو کډوالو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه، او دغه راز د شاوخوا ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت په دغه ولایت کې کډوالو لپاره د یوه بل ښارګوټي جوړولو چارې هم پیل شوې.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، نن په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت ټولو راستنو شوو کډوالو ته لومړنۍ مرستې چمتو کړې او د اوسېدو موقتي کمپونه یې ورته جوړ کړي دي.
هغه زیاته کړه چې نن د پکتیا مرکز ګردیز ښار اړوند د رباط په سیمه کې، پر دوه زره جریب دولتي ځمکه کې د ۸۹۰ کډوالو کورنیو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پيل شوه.
د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر، حمدالله نعماني، هم په ټینګار سره وویل چې پاکستان او ایران د ټولو نړۍوالو اصولو خلاف، افغان کډوال په جبري ډول له خپلو هېوادونو راباسي.
هغه زیاته کړه چې د راستنو شوو کډوالو لپاره یې د دایمي استوګنې په موخه، په ځینو ولایتونو کې د ښارګوټو په کچه د ځمکو د وېش چارې پیل کړې دي.
د هغه په وینا، هرې کورنۍ ته به د هغې د غړو پر سر، یوه بسوه ځمکه ورکړل شي.
نعماني همداراز وویل، چې نن یې په مرکز ګردېز کې پر شاوخوا ۲۰۰۰ جریب ځمکه کې کډوالو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړه چې ټولې ۸۹۰ نمرې، سوداګریز مارکېټونه، روغتون، تفریحي پارکونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.
هغه زیاته کړه چې دغه راز نن په یاده سیمه کې د «دارالقرار» په نوم د يو بل ښارګوټی چې د قطر هېواد د مېرمنو ټولنې او د سرې میاشتې ټولنې لهخوا، د شاوخوا ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړيږي چارې هم پيل شوې.
هغه وویل چې قطر به په دغه ښارګوټي کې سل کورونه جوړ کړي چې هر يو به يې دوه اطاقونه، آشپزخانه او دهليز ولري.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال، کلیمالرحمن فاني، بیا له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې دې د افغان کډوالو له ځورونې لاس واخلي؛ ځکه دا چاره د منلو وړ نه ده.
هغه له عامو افغانانو وغوښتل چې د حکومت ترڅنګ دې د راستنو شوو هېوادوالو ملاتړ وکړي.
سیفالرحمن، چې د پاکستان د کشمیر له سیمې څخه په جبري ډول ایستل شوی، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کور ټول سامان او توکي یې هلته پاتې شوي او دی په زور راستون شوی دی.
هغه وویل، نن ورځ ورته د سرپناه لپاره ځمکه ورکړل شوه چې ورسره به یې ډېرې ستونزې هوارې شي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ټاکل شوی ضربالاجل د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېد. اوس هره ورځ ګڼ شمېر افغانې کورنۍ له پاکستانه په زور را ایستل کېږي او خپل هېواد ته راستنېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP