Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيا د سیدکرم او جاني‌خېلو خلک: د دغو ولسوالیو د ۳۰ بستریزو روغتونونو پاتې چارې دې بشپړې شي

ګردېز (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): د پکتيا د سيدکرم او جاني‌خېلو يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغو ولسوالیو کې د دوو ۳۰ بستريزو روغتونونو ودانیو جوړولو چارې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي او غوښتنه کوي چې باید بشپړې شي.

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم وایي چې د یادوو روغتونونو د ودانیو جوړولو چارې په ۱۳۹۸ کال کې پیل شوې وې خو نیمګړې پاتې شوې او زیاتوي چې هڅه کوي روان کال یې چارې بشپړې کړي.

د سيدکرم ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حسن خان کاظمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ۱۳۹۸ کال کې په دې ولسوالۍ کې د يوه روغتون لپاره د ودانی جوړولو چارې پيل شوې وې خو چارې نیمګړې پاتې دي.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې اوس د دغه ولایت په ځینو سیمو کې کوچني کلینیکونه شته خو د ټولو ناروغانو اړتیا نه شي پوره کولای او اړ کېږي ساعتونه مزل ووهي او خپل ناروغان ګردېز ښار ته ورسوي.

د کاظمي په خبره، د دغه روغتون جوړولو چارې تر ډېره بشپړې شوې او له اسلامي امارته یې وغوښتل چې پاتې چارې یې هم بشپړې کړي.

هغه وويل، که د سيدکرم د ۳۰ بيستريز روغتون ودانۍ بشپړه او روغتون فعال شي، نه يوازې د سيدکرم، بلکې د ورڅېرمه نورو ولسواليو لپاره هم نږدې دی او ناروغان یې په اسانۍ دغه روغتون ته راتلای شي.

د جاني‌خېلو يوه اوسېدونکي محب‌الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د روغتون نشتوالي له امله ډېری خلک اړ کېږي خپل ناروغان څمکنيو ولسوالۍ او يا هم مرکز ګردېز ته بوځي.

هغه زیاته کړه چې په ولسوالۍ کې د تېر حکومت پر مهال د یوه روغتون جوړولو چارې پیل شوې خو نیمګړې پاتې دي چې باید اوس بشپړې شي.

د خان وزیر په نوم یوه بل کس هم وویل چې په دې ولسوالۍ کې يې د روغتون نشتوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «دلته يو کوچنی کلينیک شته خو پوره درمل نه وي په کې، داسې ښه ډاکټران هم نه لري، خلک بېخي زيات دي؛ يعنې خلک بېخي له ستونزو سره مخ دي.»

د پکتيا د عامې روغتيا ریيس ډاکټر معراج‌ګل عادل پژواک ته وويل چې د يادو دوو ۳۰ بستريزو روغتونونو ودانيو د پاتې چارو بشپړول يې په کاري لومړيتوب کې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ دوه اېچ‌ډي روغتونونه لرو چې يو په سيدکرم ولسوالۍ کې دی او بل په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې، د دواړو د ودانیو چارې نیمګړې پاتې دي، چارې یې تقریباً له ۵۰ تر ۶۰ سلنې بشپړې شوې او د پاتې چارو بشپړېدو لپاره هم موږ د ۱۴۰۴ کال په پلان کې دا ودانۍ شاملې کړې چې د بودجې له پيدا کېدو سره به يې پاتې چارې بشپړې شي.»

د افغانستان په لرو پرتو ولسوالیو کې روغتیایي خدمتونو ته بشپړ نه لاسرسی هغه ستونزه ده چې ډېری وخت یې له امله خلک له ستونزو سره مخ وی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.