ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: په هېواد کې د ۳۳ روغتونونو تړل کېدو په اړه خپور شوی راپور ناسم دی

سرچینه: په هېواد کې د ۳۳ روغتونونو تړل کېدو په اړه خپور شوی راپور ناسم دی

author avatar
10 Feb 2022 - 14:31
سرچینه: په هېواد کې د ۳۳ روغتونونو تړل کېدو په اړه خپور شوی راپور ناسم دی
author avatar
10 Feb 2022 - 14:31

کابل (پژواک،۲۱ سلواغه ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت هغه راپور رد کړی چې ګواکې په هېواد کې د کرونا له ۳۸ روغتیايي مرکزونو یوازې پنځه یې فعال دي او وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې د کرونا ۱۷ روغتونونه فعال دي.

اوازې:

په دې وروستیو کې یوې رسنۍ او ټولنیزو شبکو یو راپور خپور کړی چې ګواکې په افغانستان کې د کرونا ډېری روغتونونه غیر فعال دي.

هشت صبح ورځپانې پر خپله ويبپاڼه د «افغانستان د روغتیايي بنسټونو سقوط؛ د کرونا ۳۳ ځانګړي روغتونونه غیر فعال دي» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی دی.

په یاد راپور کې د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو له قوله راغلي چې د نظام له بدلون وروسته، د کرونا ۳۸ ځانګړي روغتونونه چې د بوجې د نشتوالي له امله تړل شوي وو، اوس بېرته یوازې ۵ یې تازه فعال شوي او ۳۳ نور غیر فعال دي.

د «کرونا در افغانستان» په نوم فېسبوک پاڼې هم دغه مطلب خپور کړی دی.

په ورته مهال ازادي راډیو پر خپله ويبپاڼه لیکلي: «په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو د درملنې پنځه ځانګړي روغتونونه فعال دي.»

حقیقت موندنه:

خو د عامې روغتیا وزارت سرپرست په «صبح کابل» ورځپاڼه کې خپور شوی راپور ناسم بولي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي چې مخکې په ټول هېواد کې د کرونا درملنې ۳۸ روغتونونه فعال وو، خو اوس د نړیوال بانک د مرستو بندېدو له امله دغه شمېر ۱۷ ته راکم شوی دی.

هغه زیاته کړه، له یادو ۱۷ روغتونونو پنځو ته مالي وجه پیدا شوې او پاتې نور یې د ناچیزه امکاناتو له لارې چې عامې روغتیا وزارت یې لري، تمویلېږي.

نوموړي په افغانستان کې د کرونا د تشخیص او درملنې په برخه کې د کافي امکاناتو نه شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په روغتیايي برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د خپرو شوو شمېرو له مخې، د کرونا ناروغۍ له پیله راهیسې تر اوسه په هېواد کې نږدې ۱۷۰زره مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې تر ۱۴۶زره ډېر ناروغان بېرته رغېدلي او تر اووه زره او ۴۰۰ ډېر مړه شوي دي.

Views: 184

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.