کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د متحده عربي اماراتو له نوي سفیر سره په لیدنه کې په عصري وسایلو د افغانستان د روغتونونو سمبالولو او هېواد کې د پولیو د له منځهوړلو برخو کې د اماراتو د همکاریو ډېرېدو غوښتنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي پرون ماښام په کابل کې د متحده عربي اماراتو له نوي سفیر سیفمحمد الکتبي سره ولیدل.
سرچینې لیکلي چې دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیا برخه کې د متحده عربي اماراتو د همکارۍ، له ګوزڼ سره د مبارزې لپاره د ګډو هڅو او د روغتیا په سکټور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره همکاریو په اړه خبرې وشوې.
مولوي نور جلال جلالي د روغتیا په برخه کې د متحده عربي اماراتو د دوامداره همکارۍ ستاینه کړې او په ځینو مهمو برخو کې یې د دوی همکاري اړینه وبلله.
هغه په عصري طبي وسایلو د ۳۱۸ روغتونونو د سمبالولو، د پولیو له منځهوړلو، د غیرساري ناروغیو تشخیص او درملنه کې د همکارۍ، د کابل شیخزاید روغتون ته د راډیولوژۍ تجهیزاتو چمتو کولو او په ځینو نورو تخصصي برخو کې د ظرفیت لوړولو غوښتنه وکړه.
بلخوا، د متحده عربي اماراتو نوي سفیر د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد دوامداره همکارۍ ته په اشارې سره ډاډ ورکړی چې له ګوزڼ سره د مبارزې او د غیرساري ناروغیو د کنټرول برخه کې به بشپړه همکاري وکړي او زیاته یې کړه چې د عامې روغتیا له وزارت سره دوامداره همکاریو ته ژمن دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP