[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء د دفتر رییس، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او وړاندیزونه به یې له مشرتابه سره شریک کړي.
له ارګ څخه د مرغومي په ۲۷مه، یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ICRC) د افغانستان څانګې مشر ایلوا فیلیون، د ریاستالوزراء د دفتر له عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، ایلوا فیلیون په دغه کتنه کې په افغانستان کې د دوی د کاري ملاتړ په موخه د اسلامي امارت د هڅو قدرداني وکړه او ويې ویل، دغه کمېټه روغتیایي خدمتونو، له معلولینو سره د مرستو، زندانیانو ته خدمتونو برابرولو، امیدوارو ښځو ته په روغتيايي برخو کې پوهاوي او د خوارځواکۍ کمولو برخو کې مرسته کوي او د نغدي او غیرنغدي مرستو د وېش پروګرامونه مخې ته وړي.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د افغانستان څانګې مشر زیاته کړه، په افغانستان کې یې د تېر کال په پرتله خپلې برنامې پراخې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، د ریاستالوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، دوی تل د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د کړنو او خدمتونو قدرداني کړې او په دې برخه کې د لازیاتې همکارۍ ډاډ ورکوي.
نوموړي وویل، دا چې په دې وروستیو کې د ځینو خیریه بنسټونو چارې د سیاسي ملحوظاتو له امله ځنډول شوې دي، دغه کار په ځانګړي ډول عام ولس ته ډېر زیان رسوي.
د ریاستالوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او وړاندیزونه به يې له مشرتابه سره شریکوي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP