ژبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب د نوي رییس باورلیک ومانه

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له نوي رییس سره په لیدنه کې د دواړو لورو اړیکې تاریخي بللې او د بشردوستانه خدمتونو برخه کې یې د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له نوي رییس جوهانیز بروور سره په لیدنه کې هغه ته د نوې دندې مبارکي ورکړې او ډاډ یې څرګند کړی چې د چارو د ښه پرمختګ لپاره به لازمې همکارۍ وشي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، متقي د افغانستان او سره صلیب نړۍوالې کمېټې اړیکې تاریخي بللې او د دواړو لورو ترمنځ یې د بشردوستانه همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

هغه همدارنګه په افغانستان کې د دې کمېټې د پخوانۍ رییسې کاترینا ریټز د خدمتونو ستاینه کړې او د هغې د ماموریت پر مهال ترسره شوي فعالیتونه یې مهم بللي دي.

بلخوا، جوهانیز بروور ژمنه کړې چې د خپلې دندې پر مهال به د اسلامي امارت له ادارو سره په همغږۍ بشردوستانه خدمتونو ته دوام ورکړي.

همدارنګه، کاترینا ریټز په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د اسلامي امارت د اړوندو ادارو له همکارۍ او ملاتړه مننه کړې او خپله کاري دوره یې له لاسته‌راوړنو ډکه بللې ده.

د دې لیدنې په پای کې، دواړو لورو د بشردوستانه خدمتونو برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د متقابل تعامل پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.