Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: د جګړې قربانیان کم شوي، د سره صلیب نړۍواله کمېټه دې په نورو برخو کې فعالیتونه زیات کړي

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سره صلیب له نړۍوالې کمېټې وغوښتل چې اوس د جګړې ټپیان کم شوي، دوی باید په نورو برخو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء‌احمد د سلواغې په لومړۍ، د شپې ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي، په افغانستان کې د سره صليب نړۍوالې کمېټې مشر ایلوا فیلیون د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، ایلوا د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې د سره صلیب پر فعالیتونو او پروژو رڼا واچوله او د خپلو خدماتو رسولو په برخه کې یې د اسلامي امارت له هراړخیزې همکارۍ مننه وکړه.

نوموړي وویل، افغانستان تازه له جګړې وتلی هېواد دی او دوی تر بل هر چا له دغه هېواد سره پر خدماتو تمرکز کوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له فعالیتونو خوښي وښوده او ویې ویل، اسلامي امارت د زړه له تله د دوی د هڅو قدرداني کوي.

متقي زیاته کړه چې سور صلیب د ټولنې ترټولو ضعیف قشر پر خدمت بوخت دی.

هغه وویل، له نېکه‌مرغه هېواد تر بل هر وخت په امن دی، د جګړو ختمېدو له امله د ټپيانو شمېر کم شوی، بناء په کار دی چې له هېوادوالو سره په نورو سکتورونو لکه د زندانیانو پالنې، معلولینو ته د مصنوعي غړو پېوندولو، د اړتیا په صورت کې بهرنیو هېوادونو ته د معلولینو لېږد او د داخله ناروغانو درملنې برخو کې خدمات پراخ شي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.