منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۱ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

بهرنیو چارو وزارت

۴۳ راپورونه

راپورونه

غړي

یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان استازولیو د قونسلي خدمتونو ځنډېدو په اړه د بهرنیو چارو وزارت وضاحت

د بهرنیو چارو وزارت، په هالنډ، هسپانیا، بلغاریا، د المان په منشن ښار او چک جمهوریت کې د هېواد د استازولیو قونسلي خدمتونه او اسناد د منلو وړ بولي، خو وایي، په کاناډا، اسټرالیا، او هغو اروپایي هېوادونو کې اعتبار نه لري چی مخکې یې په اړه اعلامیه ورکړې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سفیر مرستیال یې احضار کړی

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې خیبرپښتونخوا کې د برید په تړاو په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت مرستیال تېره ورځ ورغوښتی و چې ا.ا په وار، وار د پاکستان په ناامنیو کې د افغانستان لاس لرل رد کړي دي.

غړي

اسلامي امارت د دوحې کنفرانس کې ګډون نه کوي

بهرنیو چارو وزارت وایي، که د دوحې په ناسته کې د افغان پلاوي او م.م. ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د اسلامي امارت له خوا بې‌نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.

غړي

بهرنیو چارو وزارت: د شانګهای راتلونکې سرمشریزه کې دې افغان حکومت ته هم بلنه ورکړل شي

د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلامي امارت د سیمې امنيت خونديتوب او د همکاریو پراخوالي په تړاو د هرې غونډې هرکلى کوي او په ورته ناستو کې د افغانستان استازي ته د ګډون زمینې مساعدېدل…

د م.م ځانګړی همغږی‌کوونکی: سرپرست حکومت دې د نړۍوالې ټولنې اندېښنې له پامه نه غورځوي

د بهرنيو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون هادي سينيرلي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه اسلامي له امارت سره تعامل ته لېوالتیا لري خو ځینې اندېښنې…

غړي

بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د م.م د وروستۍ اعلامیې د ځینو برخو هرکلی وکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د م.م د سرمنشي ځانګړې استازې د اعلامیې د ځينو برخو هرکلی کوي او وایي، اسلامي امارت هغو نړۍوالو نورمونو او مکلفیتونو ته ژمن دی چې د اسلامي شریعت له اصولو او د افغانستان له کلتوري معیارونو سره په ټکر کې نه وي او ملي ګټې زیانمنې نه کړي.

غړي

کابل تهران ته نوي ډیپلوماتان ولېږل

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اسلامي امارت ټاکل شوی شارژدافیر فضل‌محمد حقاني به نن په تهران کې د افغانستان سفارت چارې په رسمي ډول پر غاړه واخلي.

نور راپورونه