کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲): بهرنیو چارو وزارت وایي، که د دوحې په غونډه کې د افغان پلاوي او م.م. ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضح خبرو زمینه برابره شي نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د اسلامي امارت له خوا بېنتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د افغانستان په اړه د دوحې دويمه غونډه سبا او بل سبا (د روانې فبرورۍ ۱۸مه او ۱۹مه) ترسره شي.
د راپورونو له مخې، په ياده ناسته کې د امريکا متحده ایالتونو په استازیتوب، افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټام وېسټ او د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رینا امیري او دغه راز د روسيې په استازیتوب د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون کوي او ټاکل شوې چې د امریکا او روسیې ترڅنګ په ياده ناسته کې به د چین، ایران، هند، جاپان، تاجکستان، فرانسې، جرمني، او اروپایي ټولنې په ګډون د ۱۸ هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوو نیمو کلونو کې له یوې خوا په کور دننه د نظام د سیاسي، اداري، امنیتي، اقتصادي او اجتماعي بنیادونو د ټینګښت لپاره هڅې روانې ساتلې دي؛ له بلې خوا یې د سیمې هیوادونو سره اړیکو کې ښه پرمختګ کړی دی.
سرچېنې لیکلي چې اسلامي امارت په یاده موده کې همدا راز د ملګرو ملتونو، غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه متحده ایالتونو سره هم په منظم ډول د ګڼو چاینلونو له لارې د یو اړخیزو نامشروع بندیزونو، تور او جایزې لیستونو او د افغانستان بانک د زېرمو د ازادولو په اړه بحثونه لرلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټېرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای.
خبرپاڼه کاږي: «د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده چې که اسلامي امارت د یواځيني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او م.م. ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بېنتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.»
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام «د تېر شل کلن رژیم په څېر» د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي.
خبرپاڼه کې راغلي، د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله چې که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP