مجاهد: دوحه کې د افغانستان دریځ ومنل شو، ا.ا به په ورته غونډو کې ګډون کوي
د دوحې په ناسته کې د ا.ا د پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد وایي، دا غونډه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده، د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره ۲۴ نورې ناستې هم وشوې، په دې ناستو کې د افغانستان دریځ ومنل شو او اسلامي امارت به په ورته غونډو کې ګډون کوي.
























