ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: دوحې ناسته کې نه ګډون مو له نړۍ سره د تعامل او اړیکو خرابوالي په معنا نه دی

مولوي عبدالکبیر: دوحې ناسته کې نه ګډون مو له نړۍ سره د تعامل او اړیکو خرابوالي په معنا نه دی

author avatar
21 Feb 2024 - 02:00
مولوي عبدالکبیر: دوحې ناسته کې نه ګډون مو له نړۍ سره د تعامل او اړیکو خرابوالي په معنا نه دی
author avatar
21 Feb 2024 - 02:00

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې دوحې ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون له نړۍ سره د تعامل او اړیکو خرابوالي په معنا نه دی او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او با معنا ګډون ولري.

له ارګه د کب په لومړۍ نېټه خپره شوې یوه خبرباڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې نن د جاپان له سفیر سره په لیدنې کې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د جاپان سفیر تاکا یوشي کورومیا وویل، جاپان او افغانستان اوږدې تاریخي اړیکې لري او هېواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو د پراختیا لپاره لېوالتیا لري.

نوموړي وویل جاپان غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په جوړښت او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.

د جاپان سفیر دغه راز له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو له دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د بیارغونې، پراختیايي چارو، روغتیا او د ظرفیت لوړونې برخو کې پروژې پلې کړي.

هغه وویل، په دوحه کې د ملګرو ملتونو ناسته د افغانستان او نورو هېوادونو د تعامل لپاره یو ښه فرصت و او زیاته یې کړه چې د افغانستان لپاره مهمه ده چې په دې ډول راتلونکو ناستو کې ګډون وکړي.

نوموړي څرګنده کړه چې افغانستان او ملګري ملتونه دواړه باید مثبت ګامونه واخلي څو رسمیت پېژندنې ته لار پیدا شي.

په ورته مهال، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د جاپان له بشري مرستو مننه وکړه او په دوام یې ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، جاپان تل په افغانستان کې له سولې، ثبات او پراختیا ملاتړ کړی او اړتیا ده چې د افغانستان د بنسټونو په رغولو او پراختیايي پروژو پلي کولو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د ټولو افغانانو لپاره خدمات وړاندې کوي، دا مهمه ده چې ټول افغانان له مرستو او دولتي خدماتو مستفید شي او ټول افغانان په حکومت کې شامل دي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې افغانستان به هیچا ته هم د ګواښ په توګه مطرح نه شي او نه به چا ته اجازه ورکړي چې افغانستان د چا پر ضد وکاروي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وویل اسلامي امارت په خپلو شرایطو چمتو و چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي خو د ناستې تنطیموونکو دغه فرصت له لاسه ورکړ، خو دا له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل او اړیکو خرابوالي په معنا نه ده.

مولوي عبدالکبیر وویل، د راتلونکي ناستې لپاره د خبرو اترو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي اعلان ته په ښه نظر ګوري او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او با معنا ګډون ولري.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په ډیالوګ باور لري، او غواړي هره مسئله د خبرو له لارې حل شي.

هغه وویل: «موږ د ټولو هېوادونو اندېښنو ته احترام لرو او چمتو یو چې د خبرو له لارې یې اندېښنې ځواب کړو.»

د افغانستان په تړاو د دوحې دوه  ورځنی کنفرانس چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټرش په مشرۍ جوړ شوی و، پرون ماښام پای ته ورسېد.

په دغه کنفرانس کې د ۲۸ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو پلاوو او ځانګړو استازو برخه اخیستې وه.

دوحې ناسته کې افغانستان لپاره ځانګړی استاز ونه ټاکل شو؛ ګوټیرش وایي نورې سلا مشورې کوو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونی ګوټیرش د کنفرانس په پای کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دوحې کنفرانس ګډونوال افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره موافق وو، خو پر دې موضوع به لا نورې سلا مشورې وشي.

نوموړي د دوحې کنفرنس ډېره ګټوره وبلله او ویې ویل چې ګډونوالو پکې د افغانستان په تړاو مهمې خبرې او بحثونه وکړل.

ده زیاته کړه، د افغانستان سرپرست حکومت ته یې بلنه ورکړې وه چې غونډې ته راشي، خو هغوی یې بلنه ونه منله. ګوتېرش هیله وښوده چې د هغوی استازي په راتلونکي کې په دا ډول نورو غونډو کې ګډون وکړي.

نوموړي‌ د دوحې د غونډې د هدف په اړه وویل: «موږ د یو سوله ییز افغانستان غوښتونکي یو، داسې افغانستان چې هم له ځان او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د یو ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د خپلو نړیوالو ژمنو عملي کولو توان ولري.»

ده زیاته کړه: «افغانستان باید د اورپکۍ مرکز نه شي،‌ د ښځو او نجونو حقونو ته په کې درناوی وشي او داسې حکومت په کې وي چې ټول قومونه په کې برخه واخلي.»

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.