منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

دوحې ناسته

۲۰ راپورونه

راپورونه

غړي

جلالي: تر اوسه روښانه نه ده چې ا.ا به د دوحې ناسته کې په کومه کچه ګډون وکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وایي، د دوحې د نورو ناستو پر خلاف دا ځل د ا.ا د پلاوي ګډون لپاره شرایط برابر شوي؛ خو بیا هم باید ولیدل شي د دې ناستې اړوند پرمختګونه کوم لوري ته ځي.

غړي

مولوي عبدالکبیر: د دوحې ناسته کې ګډون لپاره د ا.ا غوښتنې په نظر کې نه نیول غیرعادلانه تصمیم و

د ریاست‌الوزرا‌ء سیاسي مرستیال له یو شمېر ځوانانو سره په لیدنه کې ویلي چې د دوحې ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت معقولې او پر ملي ګټو ولاړې غوښتنې په نظر کې نه نیول غیرعادلانه تصمیم و.

مولوي عبدالکبیر: دوحې ناسته کې نه ګډون مو له نړۍ سره د تعامل او اړیکو خرابوالي په معنا نه دی

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې دوحې ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون له نړۍ سره د تعامل او اړیکو د خرابوالي په معنا نه ده او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او با معنی ګډون ولري.

غړي

ریچارد بېنټ وايي، د دوحې ناسته کې ګډون نه کوي

د افغانستان لپاره د م.م د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، د دوحې په ناسته کې ګډون نه کوي خو وایي تمه لري چې دا ناسته د هغو شریکانو ترمنځ د نورو مانا لرونکو او ټولګډونه ناستو پېلامه شي چې تل یې په خپلو خبرو کې د بشر او ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړی.

غړي

بېلابېل سازمانونه د دوحې ناسته کې د ښځو حقونو برخې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي

د بښنې نړۍوال سازمان او پر بشري حقونو د څار سازمان په ګډون لسو سازمانونو، د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د دوحې په غونډه کې د ښځو حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړل شي.

غړي

توماس ‌نېکولسن: دوحې ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره پراختیایي او بشري مرستې اعلان کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي د ریاست‌الوزار له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د دوحې په ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.

غړي

ملګري ملتونه: د دوحې له ناستې وروسته به له افغانستان سره د نړۍ اړیکو کې مثبت بدلون راشي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینزر اوغلو وایي، د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له دې کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت بدلونونه راشي.

م.م کې د سویټزرلنډ سفیره: هیله ده د دوحې ناسته د افغانستان پېچلي «جادویي» وضیعت ته حل‌لار ومومي

ملګرو ملتونو کې د سویټزرلنډ سفیره تمه لري چې د دوحې روانه غونډه د افغانستان اوسني ستونزمن وضیعت ته حل‌لار پرانیزي او د بشر حقونو د څار ادارې له دغې غونډې غوښتي چې د بشري حقونو په تړاو پر خپلو دریځونو کلک ودرېږي.

غړي

د پاکستان او ځینو نورو هېوادونو استازي د دوحې ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته رسېدلي

د ځینو هېوادونو استازي په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته رسېدلي او پاکستان وایي، په دې ناسته کې به له نړۍوالو او سیمه‌ییزو شریکانو سره د اجماع پر جوړولو کار وکړي.

غړي

خلیل‌زاد: د دوحې ناسته له افغانستان سره د تعامل برخه کې د لارې نقشې جوړولو ښه فرصت دی

زلمی خلیل‌زاد د ملګرو ملتونو له وروستي پرېکړه‌لیکه د هرکلي ترڅنګ ویلي، افغان مېرمنې او نجونې د زده‌کړو او کار حق لري او د دوحې راتلونکې ناسته له افغانستان سره د تعامل په برخه کې د لارې نقشې جوړولو ښه فرصت دی.