ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه کې ګډون کوي

د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه کې ګډون کوي

author avatar
26 Apr 2023 - 17:28
د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه کې ګډون کوي
author avatar
26 Apr 2023 - 17:28

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۶ غويی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، راتلونکې اونۍ په دوحه کې د افغانستان په اړه کېدونکې غونډه کې ګډون کوي.

ټاکل شوې د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو له خوا د غویي په ۱۱مه او ۱۲مه (د مې لومړۍ او ۲مه) جوړه شي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره ورځ د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي چې په ياده ناسته کې د ګډون لپاره څو اونۍ مخکې ترې غوښتنه شوې ده، خو اوس یې پرېکړه کړې چې د مې په لومړۍ نېټه به په ياده غونډه کې ګډون وکړي.

هغه زياته کړې: «موږ له دې غونډې کومه لوړه توقع نه لرو، ځکه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش غواړي د سیمې د بېلابېلو هېوادونو د تګ‌لارو ترمنځ انډول وساتي؛ خو موږ به لږ تر لږه رښتینې او ښکاره خبرې وکړو.»

هغه ویلي، په دوحه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشرې او خپل ترکي سیال سره هم ګوري.

شاوخوا لس ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد د امریکا متحده ایالتونو په پرنسټن پوهنتون کې په یوه سیمینار کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ويې ویل، د ملګرو ملتونو سازمان په راتلونکو ورځو کې د دغه حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه په دوحه کې د کنفرانس پر جوړولو غور کوي.

تر دې څرګندونو وروسته، د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان‌الحق خبري غونډې ته وویل، د افغانستان په اړه راتلونکې غونډه په دغه هېواد کې د ستونزو د حل لپاره د یوې اجماع پر رامنځته کولو تمرکز کوي.

خو د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاتل تېره ورځ په خبري ناسته کې ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندلو موضوع د دوحې ناستې په اجنډا کې نشته.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.