Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په تېرو درېیو کلونو کې دوه‌اړخیزه سوداګري زیاته شوې او اوسمهال یې کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې او ټاکل شوې د سوداګرۍ دغه کچه په راتلونکو کلونو کې تر درې میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د افغانستان – قزاقستان اړیکو کې راټوکېدونکي فرصتونه» ترسرلیک لاندې علمي غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې وروستیو پرمختګونو او شته فرصتونو اړوند د ګردي مېز په بڼه بحث وشو.

خبرپاڼه کاږي، په غونډه کې د قزاقستان د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټيټیوټ مشر دکتور یرکین توکوموف هم ګډون او وینا وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو ریاست مرستیال حکمت‌الله ځلاند په یاده غونډه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د شته فرصتونو پېژندل د اړیکو له لا پراختیا او پیاوړتیا سره مرسته کوي.

هغه ویلي، قزاقستان د سیمې د هغو هېوادونو له جملې دی چې په تېرو درېیو کلونو کې یې له افغانستان سره د ځمکنیو واقعیتونو له مخې اړیکې پاللې دي.

د هغه په وینا، په دې موده کې دوه‌اړخیزه سوداګري زیاته شوې او اوسمهال کابو یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې او ټاکل شوې چې دا کچه په راتلونکو کلونو کې درې میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ولي‌الله شاهین په یاده غونډه کې وویل، قزاقستان د سیمې په کچه یو اغېزناک هېواد دی چې تل یې په سیمه‌ییزو موضوعاتو کې سوله‌ییز رول لرلی دی.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت اقتصادمحوره بهرني سیاست دا زمینه برابره کړې چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې پام‌وړ فرصتونه او پرمختګونه رامنځته شي.

خبرپاڼه کې راغلي، د قزاقستان د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټيټیوټ مشر دکتور یرکین توکوموف هم په خپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د وروستیو کلونو پرمختګونو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ګڼ فرصتونه زېږولي چې تر ټولو مهم یې ددغه هېواد سرتاسري امنیت او د بیارغونې کارونو ته د زمینې برابرېدل دي.

د هغه په وینا، همدا لامل دی چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچه په چټکۍ سره مخ پورته روانه ده.

د هغه په خبره، په نږدې راتلونکي کې به د قزاقستان ګڼ لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر وکړي او په بېلابېلو برخو کې به د پرمختګونو شاهدان وو.

توکوموف ویلي، د ملګرو ملتونو له لوري د مرکزي اسیا او افغانستان د پایدار پرمختګ مرکز هم چې تازه د قزاقستان په الماتا کې پرانیستل شو په راتلونکي کې تازه فرصتونو ته لاره برابروي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې په یاد غونډّ کې دغه راز پر سیمه‌ییز اتصال او نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.