متقي وايي، غواړي د قرغیزستان له لارې له چین سره سوداګري پراخه کړي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د قرغزستان د سوداګرۍ وزیر سره په لیدنه کې وغوښتل، چې ددغه هېواد له لارې له چین څخه د افغان سوداګرو د وارداتو لپاره اسانتیاوې لا زیاتې شي تر څو دا لار پر یوه کامیابه ټرانزیټي مسیر بدله شي.

















